قریشي: طالب پلاوی پاکستان کې له امریکايي استازو سره ګوري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، ټاکل شوې طالب او امریکايي استازي چې دا مهال په اسلام اباد کې دي مخامخ سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پخپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر طالبانو د نظامي فشار اچولو باندې ټینګار کړی دی

.

ښاغلي ټرمپ د تېرې پنجشبې په ورځ د اکتوبر پر۳مه«تلې ۱۱مه» د امریکا غږ د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا له طالبانو سره بېرته له سره د مذاکراتو پيلولو ته لېواله دی یا نه؟ وویل:"موږ له یو واقعي ستونزې سره مخامخ یو، موږ طالبان تر سختو هدفونو لاندې نیولي دي..."

پر همدې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، په دغه هېواد کې له طالب استازو سره تر لیدنې وروسته، له دغه ډلې سره د خبرو بېرته پیلولو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

ښاغلي قریشي وویل:"پاکستان د مذاکراتو د بېرته پیلولو لپاره هڅه کوي، تر څو دغه بهیر یوې معقولې پایلې ته ورسېږي، تاسو ته دومره ویلی شم، چې له هغوی «طالبانو» سره مي وروستۍ لیدنه رضایت بخښونکې وه."

تر هغه وروسته بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې جلا اعلامیې کې وویل، چې، دواړه لوري «پاکستان او طالبان» له سره د سولې مذاکراتو پر پیلېدو ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوي د پاکستان په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

د طالبانو تر سفر یوه ورځ مخکې د افغان سولې لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره پاکستان ته رسېدلی و، خو تر دا مهاله د خلیلزاد د سفر اجنډا معلومه نه ده.

افغان حکومت پاکستان ته د طالب استازو د سفر په غبرګون کې له دغه ډلې څخه د پاکستان حکومت د هر کلي پر بڼې انتقاد سره وویل، چې دغه لیدنې د افغان سولې له بهیر سره مرسته نشي کولای.