د سپاه پاسداران مشر: پر ایران برید به بربادي رامنځته کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د ایران یوه لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي، ایران د هر هغه هېواد ویجاړولو ته چمتو دی، چې د دغه هېواد پر خاوره برید وکړي. د ایران انقلابي ګارد قوماندان امریکا او متحدینو ته یې خبرداری ورکړ، چې ''احتیاط کوئ، هېڅ تېروتنه و نه کړئ
. ''
دغه څرګندونې د امریکايي چارواکو له هغو لږ وروسته شوې چې وايي د ایران رقیب هېواد سعودي عربستان ته پوځیان استوي.
د سپاه پاسداران مشر تورنجرال حسین سلامي پلازمېنه تهران کې د نیول شویو ډرون یوه نندرانو پر مهال وویل، پر هر هغه چا به ګوزار وکړي، چې د ده په خبره د ایران له پولو ورواوړي:
''موږ به د هر یرغل مخه ونیسو، موږ به د هر یرغل تر بشپړې ویجاړۍ پورې دوام ورکړو. ''
د ایران انقلابي ځواک د دغه هېواد د پوځ یوه برخه دي او د امریکا متحدو ایالتونو له لوري ترهګر سازمان بلل شوی دی.
له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت وویل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي عربستان ته د "عمومي دفاع" په تېره بیا په سعودي عربستان کې د هوايي او د توغندیو د دفاع لپاره د امریکايي پوځيانو پر استولو هوکړه وکړه.
پنټاګون ویلي، دا د سعودي عربستان د تېلو پر بنسټونو تر وروستي برید راپدېخوا د امریکا لومړنی غبرګون دی. د شنبې په ګهیځ (سپتمبر ۱۴مه) د سعودي پر دوو تېل چڼځیو بقیق او خریص بې پیلوټه الوتکو جلا بریدونه وکړل.
په یمن کې حوثيانو وویل دوی د سعودي عربستان د تېلو شرکت ارامکو اړوندو دوو بنسټونو ۱۰ بریدونه کړي. امریکا او سعودي عربستان وايي، داسې هېڅ نښه او ثبوت نه شته چې ګني دا بریدون د یمن له خاورې شوي.
سعودي عربستان په دې برید کې کارېدلي توغندي ایران کې جوړ شوي. ایراني چارواکو د سعودي دا تور رد کړی او د حوثیانو خبرې یې تایید کړې دي.
د سعودي پر تېلو دغه برید په نړیواله کچه د تېلو پنځه سلنه راکړه ورکړه له کاره غورځولې ده.
"ایران ته ښکاره پیغام"
د امریکا دفاع وزیر د جمعې په شپه پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، ایران ته د امریکايي ځواکونو له استولو درې موخې دي:
لومړۍ دا چې ایران ته څرګند پیغام واستول شي امریکا په سیمه کې د خپلې ټلوالې ملا تړي، دویمه دا چې د نړیوال اقتصاد لپاره د حیاتي سرچینو د ازادۍ د دوام ملاتړ هم کوي.
د امریکا دفاع وزیر دا هم ویلي چې "موږ د ایران له مشرانو غواړو چې له ویجاړوونکو کړنو لاس واخلي او دیپلوماتیکې او سوله ییزې تګلارې ته مخه کړي."
نوموړي ټینګار کړی چې له ایران سره د لاس او ګرېوان کېدو ته لېوالتیا نه لري.
مارک اېسپر ویلي، سیمې د امریکايي سرتېرو په استولو به سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته د وسلو ورکولو لړۍ چټکه شي چې پخپله له ځانه دفاع وکړی شي.
د امریکا دفاع وزیر ترڅنګ خبري غونډه کې ددغه هېواد لویو درستیزانو مشر جنرال دانفورډ وویل، تر اوسه سعودي ته د استول کېدونکو امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړه نه ده شوې.