جو بایډن ته د افغان حکومت ځواب: هېڅ بل هېواد زموږ پر خاوره کنترول نه لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

افغان حکومت د افغانستان د یووالي‌ او راتلونکي په اړه د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند او د پخواني امریکايي ولسمشر باراک اوباما د پخواني مرستیال جوبایډن وروستۍ څرګندونې ناسمې وبللې.

د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅکله به ټوټه ټوټه نه شي

.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د اوباما پخوانی مرستیال جوبایډن په خپله تازه کمپایني مناظره کې ویلي، افغانستان کې یو متحد نظام ګرانه خبره ده او ګنې دا هېواد د سمېدو خواته نه شي تللی.

نوموړي، د افغانستان چارې پاکستان پر مخ وړي‌ او په ختیځ کې درې ولایتونو د حقاني شبکې لخوا چلول کېږي.‌

د جو بایډن دا څرګندونې د افغان حکومت له کلک غبرګون سره مخ شوې دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویاند د شنبې پر ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې چې هېڅ کوم بل هېواد د افغانستان پر هېڅ برخه کنترول نه لري.‌

ښاغلي صدیقي خبرې غونډې ته وویل:

''افغانستان یو واحد هېواد دی، یوه واحده جغرافیه لري او کله هم درې هېواده نه و، دا څرګندونې یې سمې نه دي، او پاکستانیان هم زموږ د خاورې پر کومې برخې کنټرول نه لري، او توان به هم ونه لري چې زموږ خاوره دې کنټرول کړي. له دې پلوه دا بلکل ردوو. زموږ له نظره داسې لیدلوری بېخي ناسم دی. موږ هیله من یو چې تر ټاکنو وروسته راتلونکي حکومت د امریکا له متحده ایالتونو سره جدي خبرې اترې وکړي او د یوې تلپاتې سولې پر لارنقشې په ګډه کار وکړو. په امریکا کې ښکاره ده چې وضعیت انتخاباتي دی او نوماندان تر طرحو ډېر خپلې نظریې څرګندوي.''

ښاغلي بایډن په ډاګه کړې نه ده چې کوم ولایتونه یادوي، خو زیاتوي کله چې پاکستان د افغانستان په ختیځ کې درې ولایتونه تر کنټرول لاندې ولري نو که هرڅومره وغواړو هم افغانستان د سمېدو خواته نه شي تللی.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکایان دې د افغانستان پر ځای په پاکستان کې پوځي اډې جوړې کړي تر څو پر واشنګټن له افغانستان څخه د بریدونو مخنیوی وشي:

''که پاکستان کې هډې ولرو نو کولی شو چې په یو پرواز هم په افغانستان کې تروریزم ضد عملیات وکړو.''