دوحې خبرې: له ماښام وروسته به تر شپې ناوخته بحث دوام ولري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي،‌ په دوحه کې د دې ډلې او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو،‌ چې پرون پنجشنبه پیل شوی و، نن (جمعه اګست ۲۳) له ماښام وروسته به تر شپې ناوخته دوام ولري.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي،‌ نن د جمعې ورځې له کبله خبرو کې دمه اخیستل شوې، خو له ماښام وروسته به بېرته پیل شي.

له ماښام وروسته د شپې تر ناوخته خبرې د طالب چارواکو هغه څرګندونې تائیدوي چې ویلي یې وو، دا ځل به خبرې لنډې وي او یوه پایله به هم ولري.
له دې مخکې ښاغلي مجاهد ویلي و چې د طالبانو مرکچي پلاوي مشري شېرمحمد عباس ستانکزى کوي او پرونيو خبرو کې افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر هم حضور درلود.
د طالبانو يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط اسوشېتېټ خبري آژانس ته ويلي چې افغان سولې لپاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد وړمه ورځ د طالبانو له مرستيال مشر ملابرادر سره هم دوه په دوه کتلي و.
سرچينې وايي د خبرو اترو په دغه پړاو کې به د امريکا د استخباراتي شتون او يا نشتون، د طالب بنديانو پرېښوول او د سولې د تړون پلي کېدا پر لارو چارو خبرې کېږي.
د امريکا او طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو نهم پړاو وروسته له هغه پيلېږي چې دواړه مرکچي ډلې د يوه احتمالي وروستۍ هوکړې په تړاو له خپلو مشرانو سره څو ورځې سلا مشورې وکړې.
ښاغلي خليلزاد له واشنگټنه د دوحې په تکل له خوځېدو وروسته خپاره کړي يوه ټويټري پيغام کې ويلي و، واشنگټن کې يې چارواکو ته د افغان سولې په تړاو مالومات ورکړي، چې خبرې اترې چېرې رسېدلي او راتلونکي گامونه څه دي.
ښاغلي خليلزاد دا هم زياته کړې وه چې "دوى چمتو دي او اوس به گوري چې ايا طالبان هم چمتو دي او که څنگه؟"
ټاکل شوې زلمی خليلزاد کابل ته هم سفر وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې وينا پاڼې کې ويلي و چې نوموړى به د افغان حکومت له مشرتابه سره سلا مشورې وکړي او د افغانانو خپلمنځيو ناستو ته پوره چمتوالي ته به يې وهڅوي. خو ولسمشر غني له يوه خصوصي ټلويزيوني چينل سره خبرو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د يوه احتمالي تړون د حقوقي اعتبار په اړه پوښتنې پورته کړې.
افغان ولسمشر وويل د يوه دولت او نادولتي ډلې ترمنځ هوکړه حقوقي دريځ نشي لرلى.
که څه هم دا لا نه ده څرگنده چې کله به طالبان او امريکايي پلاوى يوې هوکړې ته سره رسېږي خو دواړې غاړې د خبرو اترو د نهم پړاو په اړه په خپلو څرگندونو کې خوشبين برېښي.