کابل کې د امریکا سفیر: زموږ لپاره سوله ستر لومړیتوب دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په لومړي ځل څرګنده کړه د هېواد لپاره یې 'په افغانستان کې سوله ستر لومړیتوب دی. ' ښاغلي بس په مزارشریف کې خبریالانو ته وویل چې دوی هغه مهال خپل ځواکونه له افغانستانه باسي چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د امریکا او د متحدیینو امنیت ته یې شته ګواښ له منځه لاړ شي

.

سفیر جان بس وویل:

''امریکا ته سوله ستر لومړیتوب دی، ځکه چې دا د افغانانو لوی لومړیتوب هم دی. موږ ته هره ورځ افغانان وايي، چې سوله د دوی لوی لومړیتوب دی. موږ په زغرده کار کوو، چې افغانان په خپل منځ کې خبرو ته کېني، خبرې وکړي او د تل پاتې سولې هوکړې ته سره ورسېږي. داسې هوکړه چې عملي او افغانانو ته د منلو وړ وي. په ورته وخت کې موږ د ټاکنو چمتوالي هڅو ملاتړ ته هم دوام ورکوو. ''

بل لور ته د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا بهرنیو چارو استازي زلمي خلیلزاد او وسله والو طالبانو او امریکایانو هغه رپوټونه رد کړي دي‌ چې ګواکې دوی په دوحه کې د سولې په روانو خبرو کې د یو موقت حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده. ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر پاڼه لیکلي:

''هغسې چې د طالبانو ویاند مخکې ویلي، موږ د موقت حکومت په تړاو هیڅ خبرې نه دي کړې. د حکومتولۍ پرېکړې به افغانان په بین الافغاني خبرو کې کوي. ''

تر دې وړاندې د الجزیرې خبري شبکې ویلي وو چې امریکايي او طالبانو لوري پر یوه ۱۴ میاشتني منځمهالي پړاو سره سلا شوي دي.

الجزیره د دغې سرچینې په حواله وايي، طالبان په دغه موده کې د واشنګټن له لوري د افغان حکومت ملاتړ ردوي او ټینګار کوي چې په هوکړه کې باید یو لنډ مهالی حکومت هم شامل وي چې وسله والو طالبانو ته مهم وزارتونه پکې ورکړل شي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بي بي‌ سي ته وویل چې دا'جعلي ' خبر دی.‌ قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په یوه ټویټ کې وویل چې دا رپوټونه حقیقت نه لري.

په قطر کې د امریکايي استازو او وسله والو طالبانو د مرکچیانو تر منځ د سولې نهم پړاو خبرې نن شنبه له ځايي وخت سره سم ماسپښین نژدې دوې نیمې بجې پلازمېنه دوحه کې یو ځل بیا پیل شوې.

ویل کېږي تېره شپه هم په قطر کې د سولې بهیر دغه خبرې تر ناوخته پورې روانې وې. البته پرون د جمعې رخصتۍ له کبله د ورځې لخوا خبرې نه دي شوې.

بل لور ته په داسې حال کې چې د قطر په دوحه کې د امریکا او طالب مرکچیانو ترمنځ نهم پړاو خبرې د دریمې ورځې لپاره دوام لري، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر ګاوندي هېواد سعودي عربستان ته په رسمي سفر وتلی.

ارګ په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي دي چې ښاغلی غني د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او یوشمیر نورو سعودي چارواکو سره ګوري او عمره ادا کوي.

سعودي عربستان چې طالبان ورسره د نورو هېوادونو پرتله ښې اړیکې لري، له دې وړاندې ژمنه کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ملاتړ ته چمتو دي. شاوخوا کال وړاندې دغه هېواد کې د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو کانفرانس هم جوړ شوی و.