لېندسي ګراهام: د طالبانو پر ژمنو باور کول به لویه تېروتنه وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د لېندسي ګراهام په وینا 'یوه ناوړه هوکړه به په نړیواله کچه سخت دريځي اسلامپال تنظیمونه پیاوړي کړي.'
د امريکا متحدو ایالتونو جمهوري غوښتونکي ګوند یو مخکښ سناتور لېندسي ګراهام وايي، ''پر طالبانو داسې باور کول چې ګواکې دوی به د ترهګرۍ ضد امریکايي ځواک د بدیل په توګه په افغانستان کې شته القاعده، داعش یا نورې سخت دریځې ډلې کنټرول کړي، د ایران اتومي پروګرام پر سر د مخکیني ولسمشر باراک اوباما تر هوکړې لویه تېروتنه وي
. ''
نوموړی وايي، ''داسې هره هوکړه چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره - شرایطو ته په کتو سره د اړتیا تر مهاله، د امریکايي ځواک شتون ردوي، په لوی لاس بحران ته لار هوارول دي. ''
ښاغلی ګراهام د څو ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې په ټینګار سره وايي، ''هره هغه هوکړه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مخنیوي یو پیاوړی امریکايي ځواک شتوالی ردوي، د سولې هوکړه نه ده. ''
ښاغلی ګراهام زیاتوي، ''هیله من یم ولسمشر او ټیم به یې د اسلامپالو هغه ګواښ مقابل کې چې له افغانستانه، یانې له هغه ځایه چې د ۱۱ سپتمبر بریدونه پکې تنظیم شوي وو، راپورته کېږي، تل پاتې پرېکړې وکړي. ''
د نوموړي په وینا ''یوه ناوړه هوکړه به په نړیواله کچه سخت دريځي اسلامپال تنظیمونه پیاوړي کړي. ''
ښاغلی ګراهم ولسمشر ټرمپ ته په خپل ټویټ کې مشوره ورکوي، ''ځېړک او ارام اوسه او د خپلې امنیت شورا ټیم مشورو ته غوږ ونیسه. ''
د ښاغلي ګراهام دغه مشوره داسې مهال ده چې د امریکايي خبري شبکې سي این این راپور کې ویل شوي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن د جمعې پر ورځ "۱۶م اګسټ" له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د خپل ملي امنیت له سلاکارانو سره وګوري.
سي این اين د سپیني ماڼۍ د دوو سرچینو په قول لیکلي، تمه کېږي چې په دې لیدنه کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون، د دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا لوی درستیز جوزف ډانفرډ حضور ولري.
سناتور لېندسي ګراهام وايي، ''له طالبانو سره له هر ډول احتمالي هوکړې مخکې چې په وینا یې افغانستان کې د امریکا پر راتلونکي شتوالي اغېز کوي، په کانګریس کې په دې تړاو خبرې، غور او بحثونه رایه واخیستل شي، ځکه په وینا یې دا ډېره مهمه ده چې د امریکا خلک او کانګریس هر ډول هوکړه وارزوي او پرې پوه شي. ''
له دې مخکې په قطر کې د افغان طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اتم پړاو درې ورځې وړاندې پای ته ورسېد. دواړه خواو ویلي چې یوې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوې دي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پنجشنبه کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د افغان حکومت هڅه دا ده چې په افغانستان کې با عزته سوله او ثبات راشي.
نوموړي زیاته کړه، بهرني ځواکونه د افغانانو په خوښه په افغانستات کې مېشت دي. نوموړي زیاته کړه، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو په اړه باید هېڅ شک موجود نه وي.
ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ چې امریکا او اروپایي ټولنه د دې ټاکنو ملاتړ کوي او حکومت یې ترسره کولو ته ژمن دی. وسله والو طالبانو او ان یو شمېر افغان سیاست والو بیا بیا په افغانستان کې له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره مخالفت کړی او دا پروسه د سولې په لار کې یو خنډ بولي.
د امریکا د حکومت دریځ په دې اړه ډېر روښانه نه دی او په ښکاره یې نه دي ویلي چې ټاکنې دې نه کېږي، خو داسې ښکاري چې له طالبانو سره د سولې هوکړه ورته لومړیتوب لري.
خو اروپایي ټولنې تېره چارشنبه په یوه علامیه کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کړی او برتانیا هم پر پنجشنبه د دې ټاکنو لپاره مالي مرسته اعلان کړه. پخپله ولسمشر غني هم بیا بیا د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي او وایي چې ټاکنې او سوله دوه جلا پروسې دي چې یو بل بشپړوي.