کچلاغ چاودنه کې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله ورور هم وژل شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې د کچلاغ سيمې په يوه جومات کې چاودنه شوې چې څلور کسه يې وژلي دي.
د سیمه ییز سنډيمن روغتون له معلوماتو سره سم په دې چاودنه کې ١١ کسه نور ټپيان شوي دي
.
بل لور ته د طالبانو سرچینو بي بي سي ته منلې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند زاده ورور حافظ احمدالله کوټې ته نژدې په دغه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
رپوټونو کې ویل شوي، چاودنه د کچلاغ ښارګوټي په الحاج محمد حیسني جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال شوې.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې چاودیدونکي توکي د جومات په ممبر کې ځای پر ځای شوي وو. په دې پېښه کې د طالبانو د مشر د ورور په ګډون څلور تنه وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي.
کچلاغ ښارګوټي له کوټې ښاره نژدې ۲۵ کیلومتره شمال خوا ته پروت دی.
که څه هم د وسله والو طالبانو له لوري رسماً په دې اړه څه نه دي ویل شوي، خو د طالبانو ځینې نورو سرچینو په دغه چاودنه کې د حافظ حمدالله وژل کېدل تایید کړي دي.
اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهرخان د ځینې سرچینو له قوله وايي، حافظ احمدالله د خپلې مدرسې په جومات کې وژل شوی دی.
نوموړی د همدې سرچینو له قوله دا هم وايي چې پېښه کې د ملا هبت الله د کورنۍ ځینې نور غړي هم دغه پېښه کې یا وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د طالبانو مشر هم مخکې په دغه مدرسه کې درسونه ورکول.
د بلوچستان ځايي چارواکو چاودنه تایید کړې، خو د ملا هبت الله د ورور وژل کېدو په تړاو یې څه نه دي ويلي. طاهرخان زیاتوي تر اوسه پورې چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
دغه نوم د روغتون له خوا د وژل شويو کسانو په خپاره ليست کې هم شته خو لا تاييد شوې نه ده چې د هبت الله ورور دى که نه.