پاکستان د هند سفیر شړلو پرېکړه او پوځ ته د بېداره اوسېدو امر کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د هند د سفیر د شړلو او له هند سره د هر ډول تجارتي اړیکو د ختمولو اعلان کړی دی. دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې هند دوه ورځې وړاندې تر خپلې ولکې لاندې کشمیر د ځانګړي حیثیت ختمولو پرېکړه او هلته یې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل

.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوه ځایي تلویزیون سره خبرو کې دا هم تائید کړه چې پاکستان به په نویلي ډیلي کې خپل سفیر بېرته هېواد ته ور غواړي.

د پاکستان د حکومت په اعلامیه کې راغلي، 'لومړي وزیر عمران خان په کشمیر کې د هند نژاد پاله چلند او له بشري حقونو سرغړونو د افشا کولو لپاره د ټولو دیپلوماتکیو لارو چارو د کارولو هدایت کړی. '

په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې لومړي وزیر عمران خان د پاکستان پوځ ته د "بیدار اوسېدو" امر کړی دی.

بل لور ته د ځانګړي قانوني حیثیت له پای ته رسېدو وروسته د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د عادي ژوند چارې په ټپه ولاړې ښکاري، خو د حکومتي پرېکړې پر ضد لاریونونه پیل شوي دي.

د بي بي سي خبریالان بلاخره توانېدلي چې جمو ته ورسېږي او هلته وضعیت له نږدې وګوري.

په داسې حال کې چې ګڼ کشمیریان لا هم هڅه کوي پوه شي چې څه روان دي، ځینې یې د تازه حالت په اړه خبرې کوي. رشید علوي په مرکزي ښار شري نګر کې درملتون چلوي چې دغه ښار د ګڼو پوځیانو شتوالي له کبله د (پرانیستي زندان) بڼه خپله کړې ده.

سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي مرکزي ښار شري نګر د جګړې لومړۍ کرښې ته ورته بڼه خپله کړې ده:

"هر لور ته چې ګورم پولیس وینم، د مهمو ودانیو مخې ته خنډونه درول شوي، بازارونه، مارکیټونه، ښوونځي او کالجونه تړل شوي دي، د بسونو مرکزي تم ځای کې ځکه ګڼه ګوڼه دي چې ځینې ایسار پاتې ګرځندویان او سیلانیان اوس هم له ښاره د وتلو هڅه کوي، خو بسونه خورا لږ دي ".

د هند تر ولکې لاندې کشمیر له ځینو برخو رپوټونه وایي چې هلته ګڼ شمېر کسانو لاریونونه پیل کړي دي او پر امنیتي ځواکونو یې د کاڼو وارونه کړي.

په ورته وخت کې په پلازمېنه نوي ډيلي کې هم ګڼ شمېر کسانو په کشمیر کې د روان وضعیت او د حکومتي پرېکړې پر ضد لاریون کړی او غوښتنه یې کړې چې دې ایالت ته دې پخوانی ځانګړی حیثیت بېرته ورکړل شي.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې به د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند له خوا د ځانګړو واکونو لغوه کولو د پرېکړې پرضد مبارزه وکړي. ښاغلی خان وايي، د هند دا ګام له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

هند د تېرې دوشنبې په ورځ د کشمیر نیمه خپلواکه حیثیت ختم کړ او هلته یې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړي او بېړنی حالت اعلان شوی.هند او پاکستان دواړه په هیمالیا کې پر پراته ټول کشمیر د خپل واک ادعا لري، خو هر یو یې د دې سیمې یوازې پر یوه برخه کنټرول لري.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د بېلتون غوښتونکو وسله والو فعالیتونه دوام لري چې په تېرو درېیو لسیزو کې یې له کبله رامنځ ته شوي اړدوړ کې زرګونه کسان وژل شوي.

هند پر پاکستان ددغو اورپکو د ملاتړ تور لګوي، خو پاکستان تل د هند دا تور رد کړی او وايي کشمیریان په خپله د خپل برخلیک ټاکلو حق لري.

عمران خان څه وویل؟

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وايي غواړي د هند د دوشنبې ورځې د پرېکړ په اړه نړۍ خبره کړي:

"د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لارې یې اوس موږ پر څېړنې بوخت یو، دا مسله به عمومي غونډې ته وړاندې کړو او هلته به د هېوادونو له مشرانو سره خبرې پرې وکړو. دا مسله به رسنیو کې هم وړاندې کړو او نړیوال به پرې خبر کړو."

ښاغلي خان دا هم وویل، دده په اند د ځانګړي حیثیت لغوه کول به هند ته دا توان ورکړي چې د دې ډېری مسلمان مېشتې سیمې ډیموګرافیک جوړښت بدلوي.

ده وویل: "اندېښمن یم چې هند اوس په کشمیر کې د قوم ختمول پیل کړي. دوی به هڅه وکړي چې د سیمې اوسېدونکي وشړي او نور خلک مېشت کړي او هغوی اکثریت وګڼي او په دې سره به اصلي اوسېدونکي غلامان پاتې شي."

وړاندې د پاکستان د پوځ مشر ویلي وو، ځواکونه یې په "عادلانه مبارزه" کې له کشمیریانو سره ولاړ دی.

د هند ګاونډی چین هم د هند له دې ګام سره د مخالفت غږ اوچت کړی او هغه یې "د نه منلو" بللی دی.

کشمیر کې څه تېرېږي؟

د هند تر واک لاندې کشمیر کې له شپني ګرځبندیز سره هم مهاله، روان وضعیت د رسنیو له سترګو لیرې ساتل شوی؛ د هند دولت اندېښنه لري د کشمیر نیمه خپلواکه حیثیت ختمولو سره به هلته پراخه لاریونونه وشي.

هند همدرانګه په سیمه کې لسګونه زره پوځیان هم ځای پر ځای کړي دي. د بیړني حالت له اعلان سره دا وېره شته چې خلک په پراخو مظاهرو لاس پورې کړي. خو تر اوسه په دې اړه لا معلومات نشته چې خلک پرې څه غبرګون ښیې. سیمه ییز سیاسي مشران هم نیول شوي او ځینې یې په خپلو کورونو کې نظر بند دي.

په سرینګر کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال امیر پیرزاده د تېرې دوشنبې په ورځ ډیلي کې خپلو ملګرو ته وویل:

"هېڅ اندازه نه کېږي چې څه روان دي، موږ له هېڅ چا سره نشو غږېدلی. خلک اندېښمن دي."

د هېواد په نورو برخو کې کشمیریان بیا له خپلو کورنیو سره نه شي یوځای کېدلی او په اړه یې اندېښمن دي.

د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې له مخې، جمو او کشمیر ته د هند د نورو ایالتونو پرتله د خپلو کورنیو چارو د سمبالښت لپاره ځانګړي واکونه ورکړل شوي دي.

ددې مسلې حساسیت دلته دی که کشمیر د همدې ځانګړو واکونو او امتیازاتو پربنسټ د هند له خاورې سره یوځای شوی.

د هند د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې له مخې، د هند تر واک لاندې کشمیر خپل اساسي قانون، خپل ځانګړی بیرغ او همدارنګه خپل کورني خپلواک واکونه لرلی شي، خو دفاعي چارو او اړیکو کې خپلواک نه دی.