حنیف اتمر د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره خپل کمپاین وځنډاوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
حنیف اتمر وایي هېڅ ډاډه نه دی چې راتلونکې ټاکنې به رڼې او ازادې وي
د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یو مهم نوماند او د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر اعلاتن کړی چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې خپل کمپاین ځنډولی دی.
نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د دې ټاکنو پر روڼوالي شک لري او د ټاکنو بهیر د سولې پروسه زیانمنولی شي.

محمد یونس قانوني او محمد محقق په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر دوه مرستیالان اعلان شوي وو، خو له تېرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې وې چې ګواکې په دې ټاکنیزه ډله کې خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي دي.
د ځینو نورو ټاکنیزو ډلو برعکس د ښاغلي اتمر په مشرۍ د "سولې او اعتدال " ټاکنیزې ډلې تر دې دمه خپل ټاکنیز کمپیان هم نه و پیل کړی.
اتمر: ولسمشرۍ ټاکنې باید سرپرست حکومت وکړي
حنیف اتمر د سولې مشورتي جرګه کې 'ګډون نه' کوي
یو شمېر کاندیدانو له ټاکنو سره د پرېکون ګواښ وکړ
حنیف اتمر: د سولې مذاکراتي ټیم مشروعیت او مهارت نه لري
خو نن 'پنجشنبه اګست اتمه ' د ښاغلي اتمر پر فېسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپل کمپاین ځنډولو نور لاملونه یاد شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، 'ارګ او هغه ټاکنیزه ډله چې پر حکومت واکمنه ده له قانونه سرغړونه کوي او له همدې کبله ټاکنیز بهیر خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. '
 
محمد یونس قانوني او محمد محقق د ښاغلي اتمر دوه مرستیالان اعلان شوي وو
په اعلامیه کې راغلي، 'هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ټاکنیز بهیر پر وړاندې امنیتي ګواښونو ډېرېږي او دې وضعیت نه یوازې ټاکنیزو ډلو ته ستونزه جوړه کړې، بلکې د هغو کسانو ژوند هم په خطر کې اچوي چې په ټاکنو کې ګډون کوي. '
ښاغلي اتمر په خپله اعلامیه کې ویلي، د دوی لپاره د افغانستان سولې پروسه او ټاکنې دواړه مهم دي، خو اوس داسې ښکاري چې روان وضعیت او د ټاکنو پر وړاندې ګواښونه او نا امني د سولې بهیر هم ګډوډولی شي.
اعلامیه زیاتوي چې 'د سولې بهیر حساس پړاو ته رسېدلی او سوله د افغانانو لوی ارمان دی، او ولس غواړي چې مشران یې دا فرصت له لاسه ورنکړي. '
د اعلامیې په پای کې راغلي چې پورته یادو شویو ټکو ته په کتو سره د "سولې او اعتدال " ټاکنیز ټیم پرېکړه کړې ده چې خپل ټاکنیز کمپاین وځنډوي.
محمد حنیف اتمر څوک دی؟
محمد حنیف اتمر په تېرو حکومتونو کې پر بېلابېلو دندو پاتې شوی دی
محمد حنيف اتمر د محمد اصف اتمر زوی په ۱۳۴۶ لمزیز کال لغمان کې زېږیدلی. نوموړي د عامه کړنلارو، نړېوالو اړيکو او د جگړې وروسته بيا رغونې په برخه کې ماسټري کړې.
د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوموړي د ټیم ټاکنیز شعار یې "سوله او اعتدال" و.
د حنیف اتمر لومړی معاون د اسلامي جمعیت ګوند استازی یونس قانوني و، او دویم مرستیال یې د خلکو د یوالي ګوند مشر محمد محقق و.
محمد حنیف اتمر وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیت شورا سلاکار په توګه دنده کړې. دا یې لومړۍ ځل و چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځان نوماند کړی و.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې یې د کورنيو چارو، د ښوونې او روزنې او د کليو د پراختيا او بيا رغونې د وزير په توگه هم دندې ترسره کړي.