عمران خان: له هند سره پر کشمیر جنګ کېدلی شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن سه شنبه د دې هېواد پارلمان ته وویل، هند په کشمیر کې بېګناه خلک وژني او که وضعیت همدا سې دوام وکړي نو د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کېدلی شي. نوموړي وویل، د دې جګړې تاوان به ټولې نړۍ ته رسيېږي او هېڅوک به یې مسئولیت نه مني.

هند دوه ورځې وړاندې د کشمیر ایالت نیمه خپلواکه حیثیت ختم کړ او هلته یې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړي، او بېړنی حالت اعلان شوی.
سه شنبه د پاکستان په پارلمان کې د بحث موضوع په کشمیر کې روان وضعیت و، او د عمران خان په ګډون ګڼو نورو سیاست والو هم په دې اړه ویناوې وکړې.
لومړي وزیر عمران خان وویل، د هند واکمن بي جې پي په کشمیر کې هغه څه کوي چې پخوا به جرمني نازیانو له نورو خلکو سره کول.
ده زیاته کړه، پاکستان به د کشمیر پر روان وضعیت چوپ نه پاتې کېږي او په نړیوال دریځ به دا موضوع راپورته کوي. ښاغلي خان وویل، که هند پر کشمیر ولس فشار اچوي نو په ځواب کې به یې هماغه ډول بریدونه کېږي چې څو میاشتې مخکې په پلوامه سیمه کې پر هندي پوځیانو شوی و.
په پارلمان کې د اپوزیسیون ګوندونو مشر شهباز شریف وویل، پاکستان د افغان سولې په خبرو کې له امریکا سره مرسته وکړه او جوړجاړي ته یې لاره هواره کړه، خو په ځواب یې اوس له پاکستان سره دا ډول چلند کېږي.
د ده په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پاکستان سره چل کړی دی او خپل کار یې ایستلی، خو اوس د کشمیر په اړه د پاکستان خبره نه اوري.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې سه شنبه لا هم بیړنی حالت دوام لري او له تېرې یکشنبې راهیسې هلته ټیلیفون او انټرنېټ کار نه کوي. رپوټونه وایي چې یو شمېر سیمه ییز او نړیوال خبریالان هم په هوایي ډګر کې ایسار دي او بهر ته د تللو اجازه نه ورکول کېږي.
هند همدرانګه په سیمه کې لسګونه زره پوځیان هم ځای پر ځای کړي دي. د بیړني حالت له اعلان سره دا وېره شته چې خلک په پراخو مظاهرو لاس پورې کړي. خو تر اوسه په دې اړه لا معلومات نشته چې خلک پرې څه غبرګون ښیې. سیمه ییز سیاسي مشران هم نیول شوي او ځینې یې په خپلو کورونو کې نظر بند دي.
په سرینګر کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال امیر پیرزاده د تېرې دوشنبې په ورځ ډیلي کې خپلو ملګرو ته وویل:
"هېڅ اندازه نه کېږي چې څه روان دي، موږ له هېڅ چا سره نشو غږېدلی. خلک اندېښمن دي."
د هېواد په نورو برخو کې کشمیریان بیا له خپلو کورنیو سره نه شي یوځای کېدلی او په اړه یې اندېښمن دي.
په ډیلي کې یوه محصل "انډین پرېس" ورځپاڼې ته وویل: "ان له پولیسو سره په اړیکه نه یم توانېدلی څو د خپلې کورنۍ حال واخلم."
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال اصف غفور ټویټ کړی چې د کشمیر مسئله د سې شنبې په ورځ په عمومي مرکزي دفتر کې د قول اردو مشرانو په غونډه کې مطرح شوه او د هند حکومت وروستۍ پرېکړه پکې وغندل شوه.
هغه په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې پاکستان هېڅ کله د هند هغه هڅه په رسمیت نه پېژني چې د کشمیر نیول قانوني کوي.
همدارنګه د مرکزي اسیا په چارو کې لوړپوړې ډيپلوماټې الیس ویلز په مشرۍ یو امریکايي پلاوی پاکستان ته رسېدلی.
د بي بي سي خبریال شهزاد ملک د راپور پر بنسټ د الیس ویلز په مشرۍ امریکايي پلاوي له پاکستاني ډیپلوماټ سهیل محمود سره غږېدلی. دواړو لورو په سیمه کې په روان تاوتریخوالي بحث کړی.
په همدې مهال نن سه شنبه د هند او پاکستان په پارلمانونو کې هم د کشمیر پر روان وضعیت تاوده بحثونه روان دي.