د اسلام اباد پر واټونو د پاکستان ضد پيغامونه چا لیکلي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پولیس د هغو نامعلومو کسانو لټون کوي چې د دغه ښار په خورا حساسه سیمه، رېډ زون کې یې د هندوانو سخت دریځي تنظیم شیو سېنا د یو مشر سنجې راوت پیغامونو یا بنرونه ټومبلي وو.

دغه بنرونه عین هغه مهال ټومبل شوي وو چې هند حکومت تر خپلې ولکې لاندې کشمیر ځانګړي حیثیت ختمولو لپاره ولسمشریز امر پارلمان ته وړاندې کړ

.

پر بنرونو لیکل شوي پیغام کې پاکستان مخاطب شوی او لیکل شوي دي:

''نن مو کشمیر درنه واخیست، سبا به بلوچستان واخلو او باوري یم چې لومړی وزیر به د یو موټي هندوستان ارمان پوره کړي. ''

د اسلام اباد سکرتیریت پولیسو مرکز مشر اسجد محمد وايي، دغه ډول بنرونه د کوهسار او ابپاره سیمو کې هم ټومبل شوي وو. نوموړی وايي، پولیسو د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته بنرونه لېرې کړل.

د پاکستان ملکي او پوځي استخباراتو ای بي یانې انټلي جنس بیورو او ای ایس ای یانې انټرسروسز انټلجنس مرکزي دفترونه هم دغه ځای ته نژدې دي چې بنرونه پکې لګول شوي وو.

پولیسو د ځايي رسنیو عکاسانو ته اجازه نه ورکوله، چې د ټومبل شویو بنرونو لېرې کولو صحنې تصویرونه واخلي. پولیس وايي په سیمه کې د لګېدلو امنیتي کمرو تصویرونه یې تر لاسه کړي دي او هڅه کوي، معلومه کړي چې دغه بنرونه چا ټومبلي دي.

اسلام اباد کې د بنرونو لګولو لپاره یوه رسمي تګلاره ده، چې د ښاري پرمختیايي ادارې له اجازې وروسته لګول کېږي، خو د وروستیو ټومبل شویو بنرونو په تړاو سي ډي اي چارواکي وايي، دوی داسې هېڅ اجازه نه ده ورکړې.