د ټاکنو په اړه د ولسمشر غني او پخوانیو طالبانو مخالفې څرګندونې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
ولسمشر غني ویلي ټاکنې به په هره بیه ترسره کېږي، خو پخواني طالبان وایي سوله تر ټاکنو مهمه ده
په قطر کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ د تازه مذاکراتو تر څنګ په کابل کې یو شمېر پخواني طالب چارواکي وایي، له سولې وړاندې باید د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره نشي. خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وخت د ولسمشرۍ ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی
.
د افغانستان د خلاصون لارې شورا چې ډېر د طالبانو پخواني غړي یې غړیتوب لري، د افغانستان حکومت تورن کړ چې د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو سره د سولې بهیر مخه ډب کوي. دوی وايي چې په قطر کې د افغان سولې په تړاو خبرې ښې مخته روانې دي .
دغه غړي زیاتوي د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره حکومت او طالبانو ته پکار ده چې خپل دریځونه نرم کړي.
خو بله خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کوي چې سوله او ټاکنې یو د بل بشپړوونکي بهیرونه دي او ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.
د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا چې نن یې کابل کې د ځینو نورو پخوانیو طالب چارواکو په ګډون یوې خبرې غونډې ته وینا کوله وویل سوله له ټاکنو سره مرسته کولای شي خو ټاکنې له سولې سره مرسته نشي کولای.

ولسمشر غني نن کابل کې د خپل ټاکنیز کمپاین غونډې ته وویل، سوله او ټاکنې یو بل بشپړوي
څو ورځې وړاندې د افغانستان مخکینې ولسمشر حامد کرزي هم د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو سره مخالف ښودلی و.
خو ولسمشر غني نن یو ځل بیا په یوه ټاکنیزه غونډه کې د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
نوموړي ورټولو شویو کسانو ته وویل:
"بد غوښتونکي به هر څه درته ووایي. تر دې چې ټاکنې نه ترسره کېږي. خو تاسې ووايئ چې ټاکنې خامخا کېږي، سل په سله ترسره کېږي. دا یوه ملي اراده ده".
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا تور پورې کوي، چې څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هغه ته ویلي دي چې د امریکا او طالبانو تر منځ که هوکړه وشي، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به وځنډېږي.
د طالبانو او امریکايي ډيپلوماټانو تر منځ د اتم پړاو خبرې په قطر کې دوام لري.
د افغانستان د خلاصون لارې ډېری غړي پخواني طالبان دي
په ورته وخت کې د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د مذاکره کوونکې ډلې پنځلس کسیزه نوملړ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي. پلان کې ده چې دا پلاوی د امریکا او طالبانو تر خپلمنځي هوکړې وروسته له طالبانو سره خبرې وکړي.
په دغه نوملړ کې د عبدالسلام رحیمی، همایون جریر، ثریا دلیل، لطف الله نجفي زاده، شهرزاد اکبر، حبیبه سرابي، رنگین دادفر سپنتا، متین بیک، عبدالحفیظ منصور، نادر نادري، شینکۍ کړوخېل، عطاالله لودین، ضیاالحق امرخیل، غیرت بهیر او فوزیه کوفي نومونه راغلي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه پنځلس کسیزه نوملړ په تړاو څه نه وايي، خو ارګ ته نږدې سرچینې یې مني چې له دغه نومونو ډېر یې په نوملړ کې شته.