هند تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر "ځانګړی حیثیت" ختم کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
هندوستان د یوازیني اکثریت مسلمان ایالت کشمیر هغه ځانګړی وضعیت چې تراوسه په کې پلی و
هندوستان د یوازیني اکثریت مسلمان ایالت کشمیر هغه ځانګړی وضعیت چې تراوسه په کې پلی و، لغوه کړی دی. ۳۷۰مه ماده ځکه حساسه ده چې د مسلمان اکثریت ایالتونو لپاره د پام وړخپلواکي تضمینوي.
دا په دې مانا ده چې دغه ایالت اوس خپل ځان ته په خپله قوانین نه شي تصویبولی او د نورو ایالاتونو وګړي کولی شي په دغه ایالت کې ملکیت وپېري
.
کله چې د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه په پارلمان کې د ولسمشر دغه فرمان لوسته، نو مخالفو ګوندونو یې په اړه اعتراض وکړ. یوه سیاستوال نن ورځ د هندوستان د ډیموکراسۍ لپاره توره ورځ وګڼله.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وضعیت له څو ورځو راهیسې ترینګلی دی. د ملي غونډې لارښود عمر عبدالله د 'پیپل د ډیموکراټیک ګوند' غړې محبوبه مفتي او د پیپل د غونډې مشر سجاد لون په خپلو کورونو کې نظر بند دي.
د سیمه ییزو چارواکو د راپورونو پر بنسټ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د قانون ۱۴۴مه برخه نافذ شوه، څو په دې دره کې تر دوېیم امره ټولې تعلیمي ادارې بندې شي.
د قانون ۱۴۴مه برخه چې کله نافذه شوه، پر خلکو ګرځ بندیز ولګېد او هم به ټولې تعلیمي ادارې تړلې وي. په دې لړ کې د سرې نګر په ګډون د کشمیر په ټوله دره کې موبایل او انټرنیټي خدمتونه تړلي دي.
چارواکو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هم په زرګونه اضافي سرتیري ګمارلي دي.
چارواکو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هم په زرګونه اضافي سرتیري ګمارلي دي. د جمو کشمیر پخوانی وزیر عمر عبدالله په خپل یوه ټویټ کې لیکلي چې هغه په خپل کور کې نظر بند دی. نوموړي په خپل ټویټ کې زیاته کړې "د هغه او نورو مشرانو د نظارت پروسه پیل شوې او د دې حقیقت د پېژندلو لپاره هېڅ لاره نشته، الله دې زموږ ساتنه وکړي."
د جمو کشمیر د خلکو د ډیموکراټ ګوند ولسمشر محبوبه مفتي په خپل ټویټ کې لیکلي: "داسې راپورونه دي چې د ګرځنده خدمت په ګډون د انټرنیټ خدمتونه ځنډول شوي او د ګراف کولو امر یې صادر شوی".
هغه د وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره لیکلي: "دا شپه ډېره اوږده روانه ده، د سبا هېڅ درک نه لګي".
دا شپه ډېره اوږده روانه ده، د سبا هېڅ درک نه لګي
محبوبه مفتي زیاته کړې" د حیرانتیا خبره دا ده چې زموږ په څېر ټاکل شوي استازي د سولې لپاره مبارزه کوي په کور کې نظر بند وي،نړۍ به ګوري چې د جمو او کشمیر د خلکو غږ چوپیږي."
هغه په خپل ټویټ کې وویل:"دا هماغه جمو کشمیر دی چې ډیموکراټیک سیکولر هند غوره کړ، خو نن ورځ ظلم او جبر زغمي."
بل پلو د اسلامي هېوادونو سازمان د مقبوضه او خپلواک کشمير په خرابېدونکي وضعیت اندیښنه وښوده او په نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چې د کشمیر د مسئلې په حل کې خپل رول ولوبوي.
په یوه ټویټ کې د اسلامي همکاریو سازمان د مقبوضه کشمیر د وضعیت پر خرابېدو ډېر اندیښمن دی چې دا اندېښنې په مقبوضه کشمیر کې د ملېشه ځواکونو ځای پرځای کول او د هند د اردو له خوا د ملکي وګړو په نښه کول ښودل شوي.
دا روښانه ده چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په ناڅاپي ډول د لس زرو ځواکونو ګمارنه په دولت کې هغه اوازې ګرمې ساتلي چې مرکزي حکومت د (۳۵-A ) قانون برخې لغوه کولو لپاره چمتووالی نیسي، کوم چې دولت ته ځانګړی دریځ ورکوي.
د اسلامي هېوادونو سازمان د مقبوضه او خپلواک کشمير په خرابېدونکي وضعیت اندیښنه وښوده
د ملي امنیت سلاکار اجیت کمار ډوبل تېره اوونۍ سرې نګر ته سفر وکړ چېرې چې هغه د لوړ پوړو پولیسو، اردو او استخباراتي ادارو سره د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې. د هغه دا لیدنه نه وه اعلان شوې.