دوحې خبرې: اختلافات ختم شول، پر میکانېزم خبرې روانې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
طالبان ټینګار کوي چې د هوکړې لاسلیکېدو پر وخت دې چین او روسیه شاهدان وي
قطر کې د افغان سولې خبرو ته نږدې یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته منلې ده چې د طالب استازو او امریکایانو ترمنځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، او له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو د پریکون پر سر اختلاف ختم شو.
سرچینه زیاتوي چې اوس دواړه خواوې د احتمالي هوکړې د پلي کولو پر میکانېزم خبرې کوي
.
د دې سرچینې په وینا بین الافغاني خبرې به هم د وروستۍ هوکړې برخه وي او امریکایان ټینګار کوي چې له هوکړې سملاسي وروسته به دا خبرې پیلېږي.
سرچینې بي بي سي ته ویلي، کله چې هوکړه وشوه نو رسمي اعلان به کېږي او د لاسلیک مراسم به یې ترسره کېږي، خو لا مالومه نه ده دا مراسم به کوم هېواد کې ترسره شي.
روانو خبرو ته نږدې یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، طالبان پر دې ټینګار کوي چې د هوکړې د لاسلیکېدو پر وخت چین او روسیه باید د شاهدانو په توګه موجود وي.
دا سرچینه زیاتوي، د هوکړې له مخې باید هر بهرنی پوځي او ان د دوی قراردادیان هم له افغانستانه ووځي.
که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د اتم پړاو خبرې لا هم روانې دي خو ګومان نه کېږي چې له لوی اختر وړاندې به کومه هوکړه یا جوړجاړی اعلان شي.

زلمی خلیلزاد وایي اتم پړاو خبرو کې ډېر ښه پرمختګ شوی دی
بله خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبه ویلي، په دوحه کې د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د دوی په خبرو کې ډېر ښه پرمختګ شوی. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې خبرې دوام لري او دی د نړیوالې همغږۍ لپاره اوس نوي ډیلي ته روان شوی.
ښاغلي خلیلزاد ویلي، تېرو څو ورځو کې د سولې د هوکړې پر پاتې جزئیاتو یې له طالبانو سره خبرې کړې دي او د دې خبرو له مخې به له افغانستانه په مشروط ډول د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.
د نوموړي په وینا، په دوحه کې د امریکایي پلاوي او د طالب استازو ترمنځ خبرې دوام لري او دواړه خواوې پر هغو تخنیکي جزئیاتو کار کوي چې له مخې به یې له څلورو برخو جوړه یوه هوکړه وشي.
د دواړو خواو ترمنځ د اتم پړاو خبرې نن دوشنبه دریمه ورځ هم روانې دي، خو داسې ښکاري چې له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي لا هم دواړه لوري سره ښکېل دي.
د یکشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د ملا عبدالغني برادر موټر د سولې د خبرو ځای ته ورسېده. له هغه وروسته د طالبانو پاتې غړي په ځانکړو ډیپلوماټیکو موټرو کې د دوحې ډیپلوماټیک ګلوپ ته د قطري مامورینو په ملتیا راغلل.

داسې ښکاري چې له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي لا هم دواړه لوري سره ښکېل دي.
د ملابرادر له رارسېدو وروسته د طالبانو دویېم تن کله چې د بي بي سي خبریال د طالبانو د سیاسي دفتر له یوه غړي سره غږېده، هم مهاله د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمي خلیلزاد راورسېده او په ګیله منه بڼه یې طالب غړو ته وویل چې ولې له یوه خبریال سره غږېږئ.
په همدې خبرې سره دواړو لورو خپل ټیلېفونونه قطري امنیتي مامورینو ته ورکړل او له تړلو دروازو تر شاه شول. د خلیلزاد او ملا برادر خبرو ۴ ساعته وغځېدې او د تېر په پرتله دې ځل د کار تر پایه پر میز پاتې شول.
خو وروستي رپوټونه وایي چې دواړه خواوې دې هوکړې ته رسېدلي چې له هوکړه لیک وروسته باید په افغانستان کې تاوتریخجن بریدونه کم شي خو ټول شموله اوربند لا هم د یوه شرط په توګه پاتې چې هغه بین الافغاني خبرې دي چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به پلی شي.
د سولې په خبرو کې یوې بلې ښکېلې سرچینې بي بي سي ته وویل داسې ښکاري چې د دوحې خبرې ښايي دوه ورځې نور هم وغځیږي خو لا تراوسه روښانه نه ده چې د دوحې ډیپلوماټیکه ډلګې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې شاهده وي او که نه؟