کشمیر کې تاو تریخوالی، ډیلي او اسلام اباد کې بېړنۍ غونډې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر وېشونکې کرښې (ایل او سي) په شاوخوا کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته پاکستاني لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد امنیت شورا غونډه بللې ده.
د هند پلازمېنه ډیلي کې هم د ددغه هېواد کورنیو چارو وزیر، سکرتر او د دغه هېواد ملي امنیت شورا غونډه بلل شوې ده.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې پر ورځ پارلمان ته له وینا مخکې ګهیځ نهه نیمې بجې د غونډې لپاره خپل کور ته د کابینې غړي بللي دي.
د اطلاعاتو لپاره د پاکستاني لومړي وزیر مرستیاله فردوس عاشق اعوان په یوه ټویټر پیغام کې وايي، د امنیت شورا په غونډه کې به د نوموړې په خبره په نیلم دره کې هندي پوځیانو د برید پر مهال کلسټر بم استعمال کړی دی او د امنیت شورا په غونډه کې به په دې تړاو هم خبرې وشي.
بل لور ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یکشنبې پر ورځ د ایل او سي شاوخوا کې یې د تاوتریخجن حالت په تړاو د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر له لومړي وزیر راجا فاروق حیدر سره خبرې کړې.
هندي پوځ له دې مخکې ادعا وکړه چې تېره اونۍ د ایل او سي اوږدو کې پر پټو لارو د پاکستان له لوري د کسانو ننوتلو هڅې ډېرې شوې دي چې په خبره یې د سرحدي ځواک کسان هم پکې شامل دي.
له دې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د پوځ رسنیز دفتر ای ایس پي ار د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د کلسټر بم کاروولو تور پورې کړی و.
بل لور ته د سیلانیانو او هندو زیارت کوونکو په ګډون زرګونه خلک وروسته له هغې چې د سیمه ییزو چارواکو له خوا ورته امنیتي خبرداری ورکړل شو، د هند تر واک لاندې کشمیر څخه کډه کوي.

هندي چارواکو زرګونو هندو زیارت کوونکو ته د امنیتي اندېښنو له کبله رسماً له کشمیر څخه د وتلو امر کړی دی.
د هند په دې خبرداري کې راغلي چې د کشمیر "امرناته" هندي زیارت ځای به د ممکنه برید لاندې راشي.
چارواکو ویلي چې وسله وال د پاکستان په ملاتړ پر هغه زیارت د برید پلان لري چې په کال کې یو ځل خلک ور درومي.
هند پاکستان تورنوي چې د کشمیر مېشتو وسله والو ډلو ملاتړ کوي، خو دا هغه څه دي چې پاکستان یې تل ردوي.
ورځپاڼې: هند نه غواړي امریکا د کشمیر مسئله کې منځګړیتوب وکړي
د
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپورونو پر بنسټ د سږ میلادي کال له پیله د جولای تر لومړي سره پورې د "امرناته" غار زیارت چې د همالیا غرونو په لوړو کې پروت دی، له ۳۰۰ زرو ډېر زیارت کوونکي راغلي.
دا مذهبي مراسم هر کال د جولای میاشت له پیله د ۴۵ ورځو لپاره روان وي.
د کشمير حکومت دوی ته لارښوونه کړې چې دغه سيمه "سم لاسي" پرېږدي، ځکه چې د سيلانيانو د ټرانسپورټ تنظيمولو لپاره د ګډوډي لامل شوی دی.
یوه سیمه ییز حکومتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا ۲۰ زره هندو زیارت کوونکي او هندي سیلانیان او همدا شان څه باندې ۲۰ زره کارګران له سیمې د وتلو په حال کې دي.

د کشمیر د کورنیو چارو وزیر "شیلین کبرا" په یوه بیان کې وویل:
"د سیلانیانو او امرناتھ یاتریش «زیارت کوونکو» د امنیت او خوندیتوب په خاطر، هغوی ته لارښوونه شوې چې سم لاسي په «کشمیر» دره کې د دوی پاتې کېدل کم کړي".
هند له کلونو راهیسې پاکستان تورنوي چې په کشمیر کې د وسله والو ملاتړ کوي، دا هغه سیمه ده چې نوي ډیلي او اسلام اباد یې د ملکیت په سر شخړې تل کوي.
وسله والو مخکې په دې سیمه کې هندو زیارت کوونکي په نښه کړي وو چې بېلګه یې په ۲۰۱۷ میلادي کال هغه برید و چې ۷ تنه په کې ووژل شول.

هندي پوځ تور پورې کړی چې د پاکستان له لوري د وسله والو د ورننوتو هڅې ډېرې شوې دي.
همدرانګه د شنبې په ورځ جرمني او بریتانیا په خپلو جلا جلا خبرداریو کې له خپلو ښاریانو وغوښتل چې دې سیمې ته له سفره ډډه وکړي.
دغه هېوادونه په ۱۹۴۷ میلادي کال کې کله چې له بریتانوي واکمنۍ څخه خلاص شول، خپلو کې څلور ځله جنګونه وکړل او کشمیر چې اکثره یې د همالیا په غرونو کې پروت دی، د شخړو یو کلیدي عامل و.
تازه یې بیا د فبروري هغه پېښه وه چې د هند په پلوامه کې په یوه ځانمرګي برید کې ۴۰ هندي سرتیري ووژل شول چې بیا یې د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو تازه څپه راپورته کړه.