خلیلزاد: د ځواکونو ایستلو نه، بلکې د سولې هوکړه غواړو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې ته له رسېدو وروسته ویلي، موږ له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پر ځای د سولې هوکړه غواړو.

نوموړی نن جمعه( ۲ اګست) له افغان او پاکستاني مشرتابه سره له لیدنو کتنو وروسته دوحې ته ورسېد، چې تمه کېږي له طالب استازو سره د امریکايي مرکچیانو د اتم پړاو خبرو مشري وکړي. نوموړی وايي

:

''موږ داسې هوکړه غواړو چې له مخې یې د ځواکونو وتل شوني شي. په افغانستان کې زموږ شتون هم مشروط دی او وتل به مو هم مشروط وي. ''

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا سې ښکاري‌ چې دا ځل طالبان هوکړې ته چمتو دي،‌ او که داسې وي‌ نو دوی هم چمتو دي‌ چې د سولې په اړه هوکړه وکړي.‌

نوموړي‌ زیاته کړې،‌ له افغانستانه د امریکایي‌ ځواکونو وتل مشروط دي. دا به په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو د مخامخ خبرو اتم پړاو وي

نوموړې له دې مخکې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و، د سولې راوستو لپاره اړتیا ده کابل او اسلام اباد ډاډ ورکړي چې له خپلې خاورې یو بل ته ګواښ نه پېښوي.

ښاغلي خلیلزاد د پاکستان له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره په لیدنه کې په سوله کې د اسلام باد پر ونډه او په دې بهیر کې د دغه هېواد پر مثبتو ګامونو غږیدلی دی.

زلمی خلیزاد پاکستان ته له خپل سفر وروسته نن (جمعه اګست ۲) قطر ته لاړ چې له طالبانو سره پر افغان سوله د خبرو بل پړاو کې ګډون وکړي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټ کې لیکلي چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز جنرال باجوه سره یې لیدلي دي.

دغه راز اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي خلیلزاد افغانستان او پاکستان کې په دې اړه خبرې کړې چې 'تلپاتې سوله له پاکستان او افغانستانه داسې باوري تضمینونه غواړي چې د یوه لوري خاوره به هم د بل ګواښلو لپاره نه کارېږي. '

افغانستان په ځلونو ویلي چې د پاکستان له ملاتړ پرته په دې هېواد کې سوله شونې نه ده.

بل خوا د ناټو سر منشي ینس ستولتنبرګ هیله من دی چې په نږدې راتلونکې کې د سولې هوکړه وشي خو زیاتوي، چې د دغې هوکړې تر وروستي کېدو هیڅوک څه نه شي ویلی.

د نوموړي په خبره، د امریکا او همکارو هېوادونو سرتیري یو ځای افغانستان ته تللي او دوی به یو ځای د خپل حضور په اړه پرېکړه کوي، او په مناسب وخت کې به یو ځای له دې هېواده وځي.

هغه د امریکا او طالبانو له خبرو او د سولې په بهیر کې له پرمختګونو له هرکلي سره وایي، اوس هم لا ډېرې ننګونې پاتې دي.

دا څرګندونې په داسې مهال شوې چې یوې امریکایي ورځپاڼې وانشګتن پوسټ د امریکایي چارواکو له خولې لیکلي، د امریکا حکومت له طالبانو سره تر هوکړې وروسته له افغانستانه د خپلو زرګونو سرتېرو ایستلو ته چمتووالی نیسي.

دغې ورځپاڼې لیکلي، د بهرنيو سرتېرو وتل به د اوربند او له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو د پرې کېدو په بدل کې وي.

واشنګتن پوست وایي، د سولې له هوکړې وروسته به په افغانستان کې د ۱۴ زرو امریکایي سرتېرو شمېر اتو یا نهو زرو ته ټېټ شي.