امریکا له روسیې سره د اتومي وسلو له تړونه لاس پر سر شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

امریکا متحدو ایالتونو له روسیې سره له شوې د اتومي وسلو مخنیوي له هوکړې رسماً وتل اعلان کړي او دې سره د وسلو زېرمه کولو یوې نوې سیالۍ پيلېدو وېره ډېره شوې ده.

د منځني واټن اتومي ځواکونو دغه هوکړه چې د (ای این یف) په مخفف نامه یادیده، ۱۹۸۷ کال کې د امریکا هغه مهال ولسمشر رونالډ ریګن او د شوروي ولسمشر میخایل ګورباچوف لاسلیک کړې وه

.

د دې له مخې د ۵۰۰ او ۵۵۰ کیلومتره واټن پر ګوزار کوونکو توغندیو بندیز لګېدلی و، خو د سږ کال لومړیو کې امریکا او ناټو پر روسیې د نویو کروز توغندیو ځای پر ځای کولو تور پورې کړ او مسکو دغه تورونه رد کړي دي.

د جمعې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل:

''روسیه یوازې او یوازې د دغې هوکړې له منځه تګ مسوولیت لر ي. ''

نوموړی وايي، دوی له خپلو ناټو متحدینو سره په شریکه څو ځله روسیانو ته له هوکړې سرغړونې ورپه ګوته کړې، چې په وینا یې هغوی یې اعتراضونه له پامه وغورځول.

بل لور ته د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دولتي خبري اژانس ریا نواستي له لارې په یوه خپره شوې اعلامیه کې تایید کړې چې ای این ایف نومې دغه هوکړه، 'رسماً له منځه تللې. '

له دې مخکې د سږ کال فبرورۍ کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، که روسیه و نه مني، امریکا به د اګست پر دویمه نېټه له دې هوکړې ووځي.

له هغه لږ وروسته روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د دغې هوکړې په تړاو د خپل هېواد ژمنتیا لغو کړه. ۲۰۰۷ کال کې روسي ولسمشر ویلي و چې دغه هوکړه نوره د روسیې ګټو ساتنه نه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې په ۲۰۰۲ کال د هغه مهال امریکايي ولسمشر جارج ډبیلو بوش له لوري د بلاسټیک توغندیو له هوکړې له وتلو وروسته وکړ، چې د بلاسټیک اتومي توغندیو مخنیوي پر پروګرام پکې بندیز لګېدلی و.

۲۰۱۴ کال کې بیا د امریکا هغه مهال ولسمشر باراک اوباما پر روسیې تور پورې کړ چې له ځمکې د ګوزار کوونکي توغندي ازموینه یې کړې ده.

ویل کېږي د اروپايي مشرانو د فشار له کبله ښاغلي اوباما له دې هوکړې نه و وتلی، ځکه هغوی فکر کاوه دې سره به د وسلو تر لاسه کولو یوه نوې سیالي پیل شي.

خو وروسته پروسږ کال ناټو د امریکا تورونه رد کړل او پر روسیې یې د دغې هوکړې ماتولو رسمی تورونه ولګول.