امریکا له افغانستانه خپل زرګونه سرتېري ستنوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امریکا له افغانستانه خپل زرګونه سرتیري اوباسي. د دغو سرتېرو ویستل له طالبانو سره د یوې هوکړې له مخې کېږي. واشنګټن پوسټ ورځپانې د ځینو امریکايي سر چینو له قوله ویلي چې په دغه توافق کې اوربند او له القاعده شبکې سره د اړېکو پرېکول شامل دي

.

بل لور نه په پام کې ده چې اسلام اباد نه د امریکا د ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد له لېدنې ډېر ژر وروسته د طالبانو او متحده ایالتونو تر منځ د اتم پړاو خبرې پیل شي.

تمه کېږي چې په اتم پړاو خبرو کې به په هغه څه وروستۍ پرېکړه وشي چې له دې وړاندې دواړو خواو پرې هوکړه کړې وه.

د امریکا او طالبانو تر منځ د لومړنۍ هوکړې له مخې تمه ده له افغانستانه شاوخوا شپږ زره امریکايي سرتیري وویستل شي. په دې سره به د امریکا شاوخوا نهه زره سرتېري افغانستان کې پاتې شي.

اوس په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر شاوخوا څوارلس زره ښودل شوی دی.

د دې شمېر سرتېرو د ویستلو په بدل کې له طالبانو غوښتل کېږي چې د یوه پراخ سیاسي جوړ جاړي لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، اوربند وکړي او له القاعده ډلې سره خپلې اړېکې پرې کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپانې د راپور له مخې امریکايي چارواکي د افغانستان تر ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې د یوې هوکړې تمه لري، خو خبرداری ورکوي چې کېداشي طالب مشران وروستۍ پرېکړه کې خنډ راولي او ځيني نور ګواښونه هم شته چې لا هم پر ځای دي.

یوه اندېښنه دا ښودل شوې چې طالبان به دې مقدماتي هوکړې ته څومره ژمن پاتې شي او هغه څه چې امریکا یې تمه لري طالبان به له القاعدې سره اړېکې پرې نه کړي، یا ښایي له داعش ډلې سره لار یوه کړي.

په افغانستان کې د میشتو امریکايي سرتېرو د یوې برخې له ویستلو تمه دا ده چې د سولې لپاره نورو خبرو ته لاره هواره کړي، خو په ورته وخت کې د ترهګرۍ ضد دنده به پر ځای وي.

دې ورځپانې د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ریپورټ ورکړی چې په دې برخه کې له اتیا تر نوي سلنې کار بشپړ شوی خو پاتې لس یا شل سلنه کار بشپړولو ته اوږده لار پرته ده.

تمه ده له افغانستانه د سرتېرو د ویستلو دې پلان ته د یو شمېر افغان او امریکايي چارواکو له خوا بیا کتنه وشي. خو پوځي چارواکو ویلي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر د سرتیرو له ویستلو سره ستونزه نه لري.

ځکه د هغه په باور پاتې شمېر سرتیري به دا وړتیا ولري چې د القاعده او داعش ډلو پر وړاندې د جګړې لپاره د ترهګرۍ ضد عملیات پر مخ بوځي او په دې سره به د امریکا ګټې وساتي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد پرون په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وکتل او پاکتساني لوري ژمنه کړی چې د افغان سولې په برخه کې به په کړو ژمنو عمل کوي.

نا تایید شوي ریپورټونه وايي چې ښایي نن په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرې بیا پیل شي، په دې خبرو کې به له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالویش په ګډون په څو محدودو مسلو وروستۍ پرېکړه وشي.