د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د منډو ترړو لومړۍ ورځ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین په لومړۍ ورځ درې نوماندانو- اشرف غني، عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ خپلو ملاتړو ته وینا سره په رسمي ډول کمپاین پیل کړ.
اشرف غني د لویې جرګې خېمه کې خپلې ډلې(دولت جوړوونکې) ته د د کمپیان په لومړۍ وینا کې وویل، چې تېروپنځو کلونو کې یې "د زر، زور او ظلم واکمني" کمزورې کړې او له خلکو یې وغوښتل چې واک ور کړي او په دې ډول "قانون او عدالت" پلی کړي.

هغه دا هم وویل چې دوو کلونو کې ۱۷ ځله د ځنغوزیو بیې لوړې شوې او که بیا ولسمشر شو تر دوو کلونو به ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسوي.
هغه دا هم وویل، چې راتلونکو پنځو کلونو کې به پر بهر د افغانستان تکیا له منځه یوسي او له کورنیو عایداتو به د افغان ځواکونو لګښت برابر کړي.
اوس د افغان ځواکونو ۵۰ سلنه بودیجه د نړیوالې ټولنې په غاړه ده. نوموړي دا هم وویل چې ټاکنډله یې د ټول افغان ملت لپاره اقتصاد جوړوي. هغه سولې ته په اشاره وویل، چې منتخب حکومت به سوله کوي.
ولسمشر غني وویل، فرمایشي اشخاص نه د افغانستان استازیتوب کولی شي، که خان یې خو په خېل یې، دا بې خېله خانان چا جوړ کړي دي. دا هوايي ولسمشران چا جوړ کړي دي. که زه استازیتوب کوم خو تاسو ټاکلی یم.
هغه زیاته کړه چې، ځینې سیاسي یا زورور ځکه نیوکې پر کوي، چې لک ډالري جیب خرڅ یې پر منع کړی دی.
د ښاغلي غني د ټاکنیز ټیم د دوو مرستیالانو امرالله صالح او محمد سرور دانش په ګډون لومړۍ میرمنه رولا غني هم د نوموړي ملتیا کوله، ښاغلي غني په ټاکنیز کمپاینونو کې د خپلې میرمنې حضور یې د یوې لاسته راوړنې په توګه یاد کړ.
د ښار په یوه بله څنډه کې عبدالله عبدالله د خپل ټاکنیز ټیم له دوو مرستیالانو عنایت بابر فرهمند او اسدالله سعادتي سره د ښار په یوه لوی تالار کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
داسې ښکارېده چې ښاغلي عبدالله د ښاغلي غني وینا په ډېر دقت سره اورېدلي وې، د نوموړي څرګندونې تر ډېره پر خپل همدغه سرسخت سیال باندې نیوکې وې.
د هغه په خبره ولسمشر غني د د دولت پر خزانه داسې څوک کېنولی چې څارنوالۍ کې دوسیه لري. نوموړي وویل، د ملي وحدت حکومت یې د کړکېچ د مخنیوي لپاره ومانه، خو ګیله له ولسمشرغني نه بلکې له ځان کوي.
هغه د غني په دې خبره، چې "عمري عدالت" به پلی کوي نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د نوموړي "تېر چلن" کې هم "عمري عدالت" نه دی لیدل شوی.
عبدالله عبدالله چې د ولسمشر غني واکمنۍ کې اجرایه رییس دی، وویل چې راتلونکو حکومت به یې هم اجرائیه ریاست لري:
"ټاکنو کې بریالیتو سره به له اوسنۍ ریاست اجرایه په ځلونو ښه ریاست لرو".
ښاغلي عبدالله دا هم وویل، چې ملي وحدت حکومت کې هم پرمختیا او هم نیمګړتیاوې وې او دواړو کې ځان شریک بولي.
هغه پر ولسمشر نیوکه وکړه او د مخابراتو پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي نوم یې واخیست چې د ده په خبره، پر فساد تورن و، خو دوه ورځې مخکې یې له محکمې برات واخیست:
هغه دا هم وویل، چې لا یې د راتلونکو ټاکنو منشور نه دی برابر کړی او بیا به یې له ولس سره شریکه کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند عنایت الله حفیظ هم د ملت خدمتګاران په شعار سره نن د ښاغلي غني او عبدالله اپوټه د کابل شپږمه حوزه کې د سړکونو پاکولو سره کمپاین پیل کړ.
۱ احمد ولي مسعود
۲ حکیم تورسن
۳ رحمت الله نبیل
۴ زلمی رسول
۵ سید نورالله جلیلي
۶ شیدا محمد ابدالي
۷ عبدالله عبدالله
۸ عنایت ‌الله حفیظ
۹ غلام فاروق نجرابی
۱۰ فرامرز تمنا
۱۱ گلبدین حکمتیار
۱۲ لطیف پدرام
۱۳ محمد ابراهیم الکوزی
۱۴ محمد اشرف غني
۱۵ محمد حنیف اتمر
۱۶ محمد شهاب حکیمي
۱۷ نورالحق علومي
۱۸ نور رحمن لېوال
د افغانستان د راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د ټاکنیزو ډلو منډې ترړې تیره شپه (جولای ۲۸) دوولس بجې رسماً پیل شوې.
دغه منډې ترړې به تر ۶۰ ورځو روانې وي او د رای ورکونې له ورځې ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسیږي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د دغو کمپاینونو د لګښت کچه له پخوا ۴۰ برابره ډېره کړې. د نوې کړنلارې له مخې اوس هر نوماند کولای شي په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې شاوخوا پنځه نیم میلیونه ډالره ولګوي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو ویاند ذبیح الله سادات بي بي سي ته وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون فیصله وکړه چې دغه بهیر کې هر نوماند کولی شي ۴۴۱ ميلیونه افغانۍ ولګوي، له هغې زیات لګښت نشي کولی".
د دغه کمېسیون په خبره نوماندان په عمومي او پوځي ځایونو کې کمپاین نشي کولی او نه هم له بهرنیو سرچینو مالي مرستې اخیستی شي.
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندانو یوازې تر لسو میلیونو افغانيو پورې د لګښت اجازه لرله.
د سږ کال ولسمشیزو ټاکنو ته ۱۸ کسان نوماندان دي.
په ټاکنو کې د سرغړونو برخلیک
د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمیسون ویلي، که هر نوماند د ټاکنیز کمپاين پرمهال قانون مات کړي، قانوني چلند به ورسره کېږي.
دغه کمېسیون له عامو خلکو هم غوښتي چې د ولسمشرۍ نوماندان دې دټاکنیزو کمیسونونو د کارکوونکو غیر قانوني کړنې له ثبوت سره دوی ته وړاندې کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشرې زهرې بیان ويلي: "له ټولو خلکو، رسنیو او پر ټاکنو د څار له بسنټونو غواړو چې د که کمپاین پر مهال له ټاکل شوو اصولو او د نوماندانو د کمپاین کوونکو لخوا سرغړونې ويني نو د سترګو لیدلی حال دې له اسنادو سره یو ځای ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري. د اسنادو له څیړلو وروسته به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي".
هغې ویلي چې نوماندان د خپلو سیالانو د اړوندو سرغړونو راپور هم دوی ته ورکولی شي.
د امنيت لپاره د حکومت پلان
افغانستان کې د ولسمشرۍ را روانو ټاکنو لپاره داسې مهال منډې ترړې پیلیږي چې ټول هېواد د ناامنیو له یوې څپې سره مخ دی. پر ولایتونو سربېره مرکز کابل هم په دې نژدې ورځو کې د خونړیو بریدونو شاهد و.
د ټاکنیزو منډو ترړو له پیل یوه ورځ وړاندې افغان حکومت د امنیتي او دفاعي بنسټونو د چارواکو او د ټاکنیز کمېسیونونو د مشرانو په ګډون د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه کې خپل امنيتي پلان وړاندې کړ.
افغان حکومت د ټاکنو پروسې پرمهال له ټولو نظامي ځواکونو د بې پرې والي او ښه نظم ساتلو غوښتنه کړې.
په دې غونډه کې د رای ورکولو مرکزونو، محلونو، د ټاکنیزو دفترونو د کارکوونکو او رایه ورکوونکو د امنیت د ټینګښت لپاره پر امنیتي پلان خبرې شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو لپاره د جوړ شویو امنیتي پلانونو په اړه وویل:
"د هغو ساحو او ځایو چې هلته ټاکنیزې غونډې کېږي، کلک امنیتي تدابیر به ورته نیول کېږي. له ټولو کاندیدانو او هغو کسانو چې دوی ته غونډې نیسي، له دوی مو غوښتنه ده چې پوليس په جریان کې کړي."
ولسمشرۍ ټاکنو ته نژدې پنځه نیم زره مرکزونه او دیرش زره محلونه په نښه شوي. دې ټاکنو ته ټولټال نهه اعشاره شپږ میلیونه رایه ورکوونکو نوم لیکنه کړې.
په ولایتونو کې هم امنيتي اندېښنې زیاتې دي. د بېلګې په توګه د افغانستان په شمال کې له یوې خوا ناامنیو زور اخیستی او له بلې خوا د مخابراتي شبکو فعالیت هم درېدلی.
په پام کې ده چې د راتلونکې میزان/تلې پر شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنې وشي.