کابل کې د امرالله صالح پر دفتر وسله وال برید شوی دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان امنیتي چارواکي وایي، د پلازمېنې کابل په څلورمه حوزه کې نن یکشنبه د ملي امنیت پخواني رئیس او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر وسله وال برید شوی دی. د کورنیو چارو وزارت وایي، نوموړی له دې بریده روغ وتلی دی.

خو پر خواله رسنیو له ځینو خپرو شویو انځورنو داسې ښکاري چې امرالله صاحل پر ښي لاس ټپي شوی دی.

رپوټونه وایي "د افغانستان زرغون خوځښت " پر دفتر، چې ښاغلی صالح یې مشري کوي، موټر بم برید شوی دی او وسله وال بریدګر اوس د دفتر ودانۍ ته ور ننوتلي دي او له هغه ځایه پر امنیتي کسانو ډزې کوي.

د برید پر وخت پخپله امرالله صالح په دفتر کې موجود و، خو د کورنیو چارو وزارت نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلی صالح له بریده روغ وتلی او خوندي ځای ته رسول شوی دی.

ولسمشر غني پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې امرالله صالح د دې خاورې اصل بچی دی چې نن د هېواد د دښمنانو له یوه پېچلي بریده روغ وتلی دی.

تر دې دمه کومې ډلې د ډې برید مسئولیت نه دی منلی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې درې بریدګر وژل شوي او نور به هم "ژر تر ژره ووژل شي ".

ښاغلي رحیمي لیکلي چې د ښاغلي صالح د دفتر دریم پوړ هم له وسله والو پاک شوی دی، خو رپوټونه وایي چې لا هم نښته روانه ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي چې په دې برید کې تر دې دمه دوه عام وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. خو د ښاغلي صالح بنست "د افغانستان زرغون خوځښت " پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په دې برید کې ګڼ ولسي وګړي او د بنسټ غړي وژل شوي دي، خو پخپله امرالله صالح روغ جوړ دی.

په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې هم پر افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو بریدونه ډېر شوي، چې ګڼو هغو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ هم د کابل ښار شپاړسمه حوزه کې د ملي بس څلور لارې ته څېرمه د کانونو او پیټرولیم وزارت د کارکوونکو پر لېږدوونکي کاسټر ځانمرګی برید شوی و.

پر هماغه ورځ د کابل ډسپیچري کې هم د موتربم چاودنه وشوه، چې پکې ۱۱ ولسي وګړي وژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو په کلیوالو سیمو کې ولسي وګړي په نښه کوي، ځکه نو دوی به هم له دې وروسته په ښاري سیمو کې پر افغان ځواکونو او حکومتي ادارو خپل بریدونه ډېروي.

امرالله صالح د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې رئیس پاتې شوی دی. د ولسمشر غني د واکمنۍ په کلونو کې هم نوموړي د لنډې مودې لپاره د کورنیو چارو وزارت سرپرستي کړې ده.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر مهال ولسمشر غني ښاغلی صالح د خپل لومړي مرستیال په توګه اعلان کړی. د ځینو لپاره دا علان د حیرانۍ وړ، ځکه ښاغلی صالح د یو شمېر نورو سیاست والو په څېر ښایي ډېر ملاتړي ونلري.

امرالله صالح څو کاله وړاندې "د افغانستان زرغون خوځښت " په نامه یو بنسټ جوړ کړ چې تر ډېره د ده ځوان ملاتړي یې چارې پر مخ وړي. نن یکشنبه د همدې بنسټ پر دفتر وسله وال برید شوی دی.