ارګ له سپينې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ددې هېواد په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو وضاحت غوښتی دی.
په یوه خبرپاڼه کې ارګ ویلي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوو همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټنه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهور رئیس ټرمپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي."

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ددې هېواد په اړه د امریکا د ولسمشر ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت یا دولتونو یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی.
تېره ورځ (دوشنبه د چنګاښ ۳۱) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ناسته کې خبریالانو ته وویل، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ختمولی شي او د دې کار لپاره دی په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي.
نوموړي وویل، له پاکستان او نورو هېوادونو سره پر دې کار کوي چې څرنګه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، ځکه امریکا نور نه غواړي چې په سیمه کې د پولیسو رول ولوبوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا سره د افغان دولت شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی.
د ارګ په خبره افغان دولت د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوي، خو ددې هېواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدای.
ارګ ویلي، افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.
ارګ زیاته کړې چې د دې مسالې اړوند تحولات به په دوامداره توګه د افغانستان ازادو خلکو سره شریک کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له عمران خان سره د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې افغان جګړه هېڅ نظامي حل لار نه لري او په وینا یې دا جګړه باید د سیاسي جوړجاړي له لارې هواره شي.