ټاکنو کې ناکامو بلل شویو ښځو ځانونه په قفس کې بندیان کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

یو شمېر هغه افغان ښځې چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنیو پایلو کې یې نومونه د بریالیو کاندیدان په نوملړ کې لیکل شوي وو، خو له نهايي لیسته یې نومونه لرې کړل شوي، نن 'شنبه ۲۰ جولای ' ځانونه په اوسپنیزه پنجره کې بندیان کړي دي

.

دا مېرمنې چې له څه باندې دریو میاشتو راهیسې کابل ته د احتجاج لپاره تللې او اعتراض یې پیل کړی وايي، یوه مسووله اداره یې هم غږ نه اوري.

دوی د هغه څه لپاره چې ټاکنیزې درغلۍ یې بولي د ځانګړې کمېټې جوړېدل غواړي.

دغه ښځې له تېرو نژدې څلورو میاشتو راهیسې په بېلا بېلو بڼو احتجاج کوي. دوی په دې باور دي چې ولسي جرګې ته د بریالیتوب لپاره یې کافي رایې تر لاسه کړې دي، خو د دوی ګټلې رایې له پامه غورځول شوې او هغه کسان بریالي بلل شوي دي چې د دوی پرتله یې د ګټلو رایو شمېر لږ و.

دوی وايي، باید عدالت ورسره وشي او قضیه یې د عدلي ادارو لخوا وڅېړل شي. دوی له دې مخکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د اعتصاب لپاره کېږدۍ وهلې وه، د نه خوړو اعتصاب یې کړی و او ان ځینو یې شونډې ګنډلې وې.

له دې ښځو نه یوې فرزانه فرهمند چې بغلان ولایت کې د ولسي جرګې څوکۍ لپاره کاندیده وه، بي بي سي ته وویل چې د دې په وینا د (بې عدالتي او حق تلفي) پر ضد یې د اعتراض لپاره مبارزه پیل کړې.

نوموړې وايي، په سمبولیکه بڼه یې ځکه قفس کې ځان بندیوان کړی چې په وینا یې په افغانستان کې د (سیاسي او ټولنیزې ازادۍ نشتوالي) له کبله احتجاج وکړي.

نوموړې ادعا کوي چې حکومت (د سوله ییز احتجاج اجازه) نه ده ورکړې. مېرمن فرهمند وايي، ارګ ته څېرمه د دوی احتجاجي کېږدۍ ونړول شوه او پولیسو د دوی (ګنډلې شونډې په برېښنايي ډنډه پرانیستې.)

د افغانستان ولسي جرګې د تلې میاشتې ټاکنو پایله له ۷ میاشتو ځنډ وروسته اعلان شوې، چې له اعلان وروسته یې هم ډېرې ناندرۍ او اعتراضونه ولیدل شول. د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وویل، د ټاکنو پایلې شفافې وې او د هیچا حق تر پښو نه دی لاندې شوی.