امریکا-ایران تاو تریخوالی: امریکا سعودي عرب کې پوځ ځای پر ځای کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت وايي، سعودي عربستان کې خپل پوځیان د دې لپاره ځای پر ځای کوي، چې په وینا یې د امریکايي ګټو پر ضد 'د راټوکېدونکي باوري خطر مخنیوي ' وشي.

دغه اقدام په خلیج کې له ایران سره د بحري بار چالانۍ پر سر د تاو تریخوالي له ډېرېدو وروسته کېږي

.

بل لور ته سعودي عربستان چارواکي وايي، پاچا سلمان دغه اقدام د 'امنیت او سیمه ییز ټیکاو رامنځته کېدو 'پر بنسټ تایید کړی دی. له عراق سره ۲۰۰۳ کال کې له جګړې وروسته امریکايي ځواکونه له سعودي عربستانه وتلي وو او اوس لومړی ځل بېرته دغه هېواد ته ستنېږي.

له هغه مخکې عراق پر کویت برید کړی و او په ۱۹۹۱ کال کې امریکايي ځواکونه سعودي عربستان ته تللي وو.

د شمالي امریکا لپاره د بي بي سي خبریال پیټر بویس وايي، داسې باور کېږي چې سعودي عربستان به د سعودي عربستان شهزاده سلطان پوځي اډې کې له ۵۰۰ پوځيانو سره د هوايي دفاع پاټریاټ توغندیز سسټم ځای پر ځای کوي.

امریکا دغې هوايي اډې ته د ایف- ۲۲ ډوله جنګي الوتکو استولو پلان هم لري. د امریکايي ځواکونو مرکزې قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي:

''د ځواکونو دغه خوځښت په سیمه کې زموږ د ګټو او ځواکونو د دفاع لپاره راټوکېدونکي متوجه خطر مخنیوي لپاره زموږ وړتیا زیاتوي او اضافي خوندیتوب رامنځته کوي. ''

بل لور ته سعودۍ رسنۍ وايي، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود "په سیمه کې د امنیت ټینګولو او ټیکاو راوستلو" په موخه د امریکايي ځواکونو د منلو هرکلی کړی دی.

د سعودي له خوا د امریکايي ځواکونو د ورتګ هرکلی او موافقه داسې مهال شوې چې د سعودي د دفاع وزارت په وینا، په سیمه کې د ترینګلتیا له رامنځ ته کېدو وروسته د امنیت د ټینګښت په موخه ګډ خوځښتونه پیل شوي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي: "د سعودي او مریکا ترمنځ د ګډې همکارۍ پربنسټ او په سیمه کې د امنیت او ټیکاو ساتلو په موخه پاچا سلمان د امریکايي پوځيانو د راتګ هرکلی کړی".

دا ګام وروسته تر هغه اخیستی شوی چې په منځني ختیځ کې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي چې تر ډېره یې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو پر بیه هم اغېز کړی دی.

ایران وايي، د جمعې په ګهیځ یې هرمز تنګي کې د برتانیا یوه تېل لېږدوونکې بېړۍ نیولې ده، خو ایران دا نه مني چې ګني امریکا یې یوه بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده.

امریکا په تېره مې میاشت کې په سیمه کې پر تېل لېږدوونکو بېړیو د برید مسؤولیت پر ایران اچوي.

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکي پر ایران د امریکا د بندیزونو تر لګولو وروسته ډېر ترینګلي شوي دي.

د خلیج جګړه

د عراق تر جګړې وروسته له ۲۰۰۳ راهیسې سعودي ته د امریکا پوځيان نه وو تللي.

په ۱۹۹۰ کال له کویته د عراقي ځواکونو د ایستلو په موخه د "صحرا توپان" عملیات وشول، چې په سعودي کې هغه مهال امریکايي ځواکونه ۱۲ کاله پاتې شول.

د امریکا ۲۰۰ جنګي الوتکې د عراق له جګړې وروسته د سعودي پلازمېنې ریاض په ۸۰ کیلومترۍ کې د شهزاده سلطان بن عبدالعزیز هوايي پوځي اډه کې پاتې شوې.

د عراق د جګړې پرمهال امریکايي ځواکونو هره ورځ ۲۷۰۰ عملیات کول چې هغه مهال یې په سعودي عربستان کې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندې له خوا قومانده ورکول کېده.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ مې تر بریدونو پورې د امریکا او سعودي اړیکي نژدې او همکاري ډېره وه، خو دا چې ددغو بریدونو مسؤولیت سعودي کې زیږېدلي د القاعدې بنسټګر اسامه بن لادن ومانه، امریکا سعودي ته د شک په سترګه وکتل.‌