برتانیا: که ایران مو بېړۍ خوشې نه کړي ناوړه پایلې به ولري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي د ایران له خوا د دوو تېل وړونکو بېړیو نیول د منلو نه دي. جیرمي هنټ خبرداری ورکړی که ایران د برتانیا دغه بېړۍ خوشې نه کړي، ډېرې ناوړه پایلې به ولري.

ښاغلي هنټ ویلي: "موږ په ښکاره وایو که دا وضعیت حل نه شي، ډېرې ناوړه پایلې به ولري. موږ پر پوځي لارې غور نه کوو،‌ خو له دیپلوماتیکو لارو ددې موضوع حلول غواړو

."

ایراني رسنۍ وایي، د دې هېواد د انقلابي ګارډ ځواکونو جمعه ناوخته د خلیج په اوبو کې د برتانیا د تېلو دوه لېږدوونکې بېړۍ یا ټانکرونه ونیول. وروستي رپوټونه وایي چې یوه بېړۍ بېرته پرېښول شوې خو دویمه د ایران پر لور روانه کړل شوې.

لندن کې د برتانیا حکومت د جمعې په ماسخوتن د "کوبرا" په نامه د کابینې بېړنۍ غونډه رابللې وه چې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي. د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ ویلي، د دې وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی.

د یوې بېړۍ څښتنه اداره "سټینا امپېرو " وایي، بېړۍ یې د سعودي عربستان پر لور روانه وه، خو دوی اوس ورسره اړیکه نشي ټینګولی.

یاد شرکت وایي په بېړۍ کې ۲۳ تنه عمله هم سفر کوي او د هرمز تنګي ته نږدې د ناپېژانده کوچینو کښتیو او جنګي چورلکې لخوا درول شوې ده.

د دویمې مسدار نامي بېړۍ شرکت وایي چې د دوی بېړۍ ته په وسلو سمبال سمندري ځواکونه ور ختلي وو، خو اوس پرېښودل شوې چې خپل عادي مزل ته دوام ورکړي.

جمعه ناوخته په لندن کې د برتانیا حکومت د "کوبرا " په نامه د کابینې بېړنۍ غونډه رابللې وه چې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي. د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ وویل، په غونډه کې به پر دې خبرې کېږي چې په خوندي توګه د بېړیو او د عملې د خلاصون لپاره برتانیا کوم ګامونه پورته کولی شي.

نوموړي ویلي، په عمله کې د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي، خو کوم برتانوی پکې نشته.

د ایران تسنیم خبري اژانس د دې هېواد د چارواکو له خولې ویلي، د سټینا امپېرو په نامه بېړۍ خپل جي پي اېس بند کړی و، په ناسمه لاره روانه وه او ایراني ځواکونو په اشاره نه وه درېدلې.

ایراني چاروکي وایي، همدا لامل شو چې د ایران د انقلابي ګارډ ځواکونه یادې بېړۍ ته ور وختل او د بندر عباس پر لور یې روانه کړه چې هلته ترېنه پلټنې وشي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامخې ته کېږي چې د ایران او برتانیا ترمنځ اړیکې ترینګې شوې دي. کابو دوه اوونۍ وړاندې د برتانیا شاهي سمندري ځواکونو په جبل الطارق یا جبرالټر کې د ګریس یو په نوم بېړۍ ونیوله.

له هغې پېښې وروسته د ایران مذهبي مشر ته یو نږدې سلاکار ویلي وو، که برتانیا د دغه هېواد تېل وړونکې بېړۍ نه پرېږدي، باید د برتانیا تېل وړونکې بېړۍ باید ونیول شي.

هغه مهال ویل کېدل چې دې بېړۍ د اروپايي ټولنې د بندیزونو خلاف له ایران سوریې ته تېل لېږدول.

جبل الطارق د اسپانیا سوېل کې کوچنۍ ټاپووزمه او د برتانیا د خاورې برخه ده. د جبل الطارق ځايي حکومت کورنیو چارو کې خپلواک دی، خو بهرنی او دفاعي سیاست یې د برتانیا د مرکزي حکومت په لاس کې دی.

ور پسې ایران په تهران کې د برتانیا سفیر ور وباله او د "سمندري غلا " په اړه یې ورته شکایت وکړ.

بل لور ته د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اتومي تړون پر سر هم ناندرۍ روانې دي. له دې تړونه د امریکا له وتلو وروسته ایران هم اوس اعلان کړی چې د یورانیمو پخول یې بیا پیل کړي او نور دې تړون ته ژمن نه دی.

خو اروپایي هېوادونو پر ایران غږ کړی دی چې له زغمه کار واخلي او یاد تړون ته ژمن پاتې شي.

همدا نن جمعه (د جولای نولسمه) د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ وویل، د امریکا سمندري جنګي بېړۍ په خلیج کې د ایران یوه پوځي بې پيلوټه الوتکه ویشتلې ده.

ولسمشر ټرمپ وویل، د یو اېس اېس بوکسر جنګي بېړۍ د پنجشنبې په ورځ وروسته تر هغه "دفاعي اجرآت" وکړل، چې یوه بې پیلوټه الوتکه بېړۍ ته ۹۱۴ متره نژدې شوه.

په تېره جون میاشت کې ایران په سیمه کې د امریکا یوه پوځي بې پیلوټه الوتکه وغورځوله. امریکا او برتانیا وار د مخه سیمې ته جنګي بېړۍ استولې دي.