ولسي جرګه یو ځل بیا د رئیس په ټاکلو کې پاتې راغله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د ولسي جرګې د مشر څوکۍ ته دریم پړاو ټاکنې هم بې پایلې پای ته ورسېدې. نن څلورو وکیلانو ځانونه دې څوکۍ ته نوماند کړي وو چې یوه یې هم د حاضر مجلس پنځوس جمع یو رایه ترلاسه نه کړه.

اوس به راتلونکو ورځو کې د درې واړو پړاوونو د مخکښو نوماندانو میررحمان رحماني او خان محمد وردګ ترمنځ سیالۍ کیږي

.

د ولسي جرګې د اولسمې دورې له پيله دا دی ټیک دوه میاشتې تېرې شوې، خو لا هم جرګه نه ده توانیدلې چې خپل مشر وټاکي.

نن د ټاکنو په دریم پړاو کې څلور وکیلان خان اغا رضایي، خان محمد وردک، صدیق احمد عثماني او عبدالستار حسیني ریاست ته ولاړ وو چې یوه هم د حاضر مجلس پنځوس جمع یو رایې چې ۱۱۹ کېدې ترلاسه نه کړې.

هر یوه پنځو دقیقو کې خپل کاري پروګرامونه تشریح کړل. خان محمد وردګ نن لومړي ځل ټاکنو کې تر ټولو ډېرې یعنې اتیا رایې ترلاسه کړې.

د جرګې د کورنیو د ندو د تګلارې له مخې د ښاغلي وردګ او خان اغا رضایي ترمنځ ټاکنې بیا ترسره شوې چې بیا هم هیڅ یوه د اړتیا وړ رایه چې ۱۱۶ وه، ترلاسه نه کړه.

دویم ځل ټاکنو کې خان محمد وردګ ۱۰۵ او ښاغلي رضایي ۸۴ رایې وګټلې.

دا چې په درې پړاوه ټاکنو کې کوم وکیل ونه توانید چې د جرګې مشر شي، نو د جرګې د کورنیو دندو د تګلارې له مخې څلورم پړاو ټاکنې د هغو دو نوماندانو ترمنځ کیږي چې تر ټولو لوړې رایې یې وړي دي.

د جرګې لنډمهالي مشر نور ملک قیس نور اغا اعلان وکړ چې دا مخکښه نوماندان میررحمان رحماني او خان محمد وردګ دي، خو ونه ویل شول چې څه وخت به د دوی ترمنځ ټاکنې کیږي.

د اصولو له مخې به دوی دواړه هم راتلونکي پړاو کې ۵۰+۱ رایو ته اړتیا ولري، خو که یو هم دومره رایې وانخیستلې نو بیا به څرګنده رایه اچوونه کېږي.

افغانستان کې د ولسي جرګې د مشر ټاکنې تېر ځل هم نانندریزې شوې وې چې بیا وکیلانو د مصلحت له مخې عبدالروف ابراهیمي د جرګې د مشر په توګه وټاکه.

اوس هم لا معلومه نه ده چې راتلونکو ورځو کې به وکیلان د ټاکنو له لارې د خپل مشر په ټاکلو بریالي شي او که به بیا هم مصلحت ته مخه کوي.