کابل پولیس: د سمبال شویو غدیو یو مهم مشر نیول شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت په کابل کې د یوه وسله وال د نیولو خبر ورکړی چې په وینا یې 'ډېرو خطرناکو جنایتکارانو ' کې بلل شوی دی. دغه کس عابد نومېږي چې چې په ټولنه کې یې نوم 'بیني 'دی

.

د چارواکو په وینا دا په دوو ورځو کې د سمبال شویو غدیو دویم مهم مشر دی چې د نیولو خبر یې ورکول کېږي. پرون عبدالحمید خراسانی چې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان ملي بیرغ ته په سپکاوي تورن و، نیول شوی و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي په وروستیو نیونو سره په پلازمېنه کې د جنایتونو کچه پاموړ لوېدلې ده:

''د دې کس له نیول کېدو سره د سمبال شویو غدیو ۴۹ مشر نیول کېږي. مجرمان به په هیڅ ځای کې خوندي پاتې نه شي. دا وروستیو کې پر دغسې کسانو فشار ډېر شوی دی، ځینې نیول شوي دي او ځینې نور په داسې حال کې له منځه تللي چې پر پولیسو یې ډزې کړې او پولیسو هم د ټولو قوانینو په پام کې نیولو سره پر دوی ډزې کړې او له منځه یې وړي دي. دې سره کابل ښار کې د سمبال شویو غلاوو، غدیو کچه نوې سلنه ټیټه شوې او په ټولیز ډول د نورو جرمونو کچه ۶۰ سلنه ټیټه شوې ده. ''

 

له دې مخکې پرون د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي و چې د عبدالحمید خراساني په نامه یو کس یې داسې مهال نیولی شوی چې د وزارت په خبره "غوښتل يې په لاريون کې اخ و ډب رامنځته او عامه امن او نظم ګډوډ کړي".

د کورنیو چارو وزارت ویلي و، خراساني د دې وزارت د لویې کچې مجرمینو په لیست کې شامل و. د چارواکو په وینا له دې وړاندې یې هم څو ځله له پولیسو سره نښته کړې او توانېدلی و چې وتښتي.

خو په خپله عبدالحمید خراساني وړاندې په ویډیويي پیغامونو کې پر ده لګیدلي تورونه رد کړي و او ځان یې 'د افغانانو او جهادي ارزښتونو مدافع' بللی و.