ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وکتل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا درې نیم کاله وروسته نن په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللي دی

د پاکستان لومړي وزیر له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ''لومړی وزیر عمران خان او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دواړو هېوادونو د خیر ښېګړې او په سیمه کې د سولې او ثبات هدف ته رسېدو لړ کې د پرمختګ لپاره د دواوړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ، همغږۍ او همکاري د یوه نوي څپرکي پر پرانیستلو هوکړه کړې

. ''

اعلامیه زیاتوي، ''دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتولو او ټرانزیټ سوداګري اسانولو او د خپلمنځي اړیکو پراخولو لپاره ژمنتیا تکرار کړه چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د همغږۍ لپاره شته میکانیزم لا زیات فعال شي او د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو لا پراختیا په لاره کې شته ستونزې له منځه لاړې شي. ''

له دې مخکې د اسلام اباد پر نور خان پوځي ایر بېس د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داود د افغان ولسمشر اشرف غني هرکلی وکړ، چې وروسته ښاغلي غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قريشي او لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.

د لومړي وزیر دفتر ته د ولسمشر غني له رسېدو سره سم د تشریفاتي قطعې لخوا د سلامۍ مراسم تر سره شول.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ښاغلي غني په دې دوه ورځني سفر کې به نوموړی د پاکستان له ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر عمران خان سره بېل بېل ملاقاتونه وکړي.

د یاد وزارت په خبره د افغانستان ولسمشر به په دې سفر کې له پاکستان سره پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او تجارتي اړیکو خبرې وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د هېواد جمهوررئیس به په دغه سفر کې چې د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه ترسره کېږي، د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني مقاماتو سره هر اړخیز بحثونه ولري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا جمعه لاهور ته لاړ شي او هلته به د افغان او پاکستانيو سوداګرو په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړي.

د ځينو پاکستانیو رسنیو په خبره ښاغلي غني به د پنجاب ایالت له والي او اعلی وزیر سره هم وويني او سبا ماښام به بېرته له لاهوره کابل ته ستون شي.

د پاکستانيو سرچینو په خبره د لومړي وزیر عمران خان او افغان ولسمشر اشرف غني ترمنځ تر دوه په دوه ملاقات وروسته بیا د پلاویو ترمنځ ناسته هم شوې، چې د افغان پلاوي مشري افغان ولسمشر او د پاکستاني پلاوي مشري لومړي وزیر کړې.

د شنونکو په خبره افغان ولسمشر محمد اشرف غني به یو ځل بیا هڅه وکړي، چې له پاکستان سره سمې اړیکې پيل کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تردې وړاندې دوه ځله پاکستان ته سفرونه کړي، چې لومړی هغه یې په ۲۰۱۴م عیسوي کال کې کړی وو، چې د ولسمشر تر جوړېدو يې سملاسي وروسته پاکستان ته سفر کړی وو.

ښاغلی غني داسې مهال د پاکستان سفر کوي، چې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ مذاکرات روان دي او په سپتمبر میاشت کې افغان ولسمشریزې ټاکنې هم کېږي.

که څه هم د ښاغلي غني د حکومت څو میاشتې پاتې دي، خو بیا هم باور کېږي، چې نوموړی به په راتلونکو ټاکنو بیا هم د ولسمشري څوکۍ وګټي.

 

"غني په ډېر نازک وخت کې پاکستان ته ځي"

په پېښور کې مېشت د چارو شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، پاکستان له تېرې څه مودې راهیسې دا هڅه کوله، چې افغان ولسمشر د پاکستان سفر وکړي، خو د ښاغلي یوسفزي په خبره د دواړو هیوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو له امله نوموړي د پاکستان بلنه نه منله.

دده په خبره دا چې اوس افغان ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان بلنه منلې، نو ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر پخوا سمې شوې وي:

"دا چې اوس ښاغلي غني د پاکستان بلنه منلې او پاکستان ته را روان دی، نو ددې مطلب دا دی، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د پخوا پرتله ښې شوې دي".

ښاغلی یوسفزی وايي، د افغان ولسمشر له راتګ سره پاکستان نړۍ ته دا څرګندول غواړي، چې د دوی له طالبانو سره سره له افغان دولت سره هم اړیکې شته.

افغانستان تور پورې کوي، چې افغان طالبان نه یوازې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې ژوند کوي، بلکې د پاکستان استخباراتو ورته روزنیز مرکزونه جوړ کړي او هر ډول پټ او ښکاره ملاتړ يې کوي.

د چارو یو بل شنونکی امتیاز ګل بیا وايي، د افغان ولسمشر دغه سفر ډېر مهم دی، ځکه چې دده په خبره ښاغلي غني په ډېر نازک وخت کې د پاکستان سفر کړی دی.

د دواړو هیوادونو پر یوه بل تورونه افغان طالبان، پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتون پالي او هند هغه څه دي، چې له امله يې په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو اړیکې اکثره وخت خرابې وي.

افغانستان تور پورې کوي، چې افغان طالبان نه یوازې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې ژوند کوي، بلکې د پاکستان استخباراتو ورته روزنیز مرکزونه جوړ کړي او هر ډول پټ او ښکاره ملاتړ يې کوي.

بل پلو پاکستان بیا پر افغانستان تور پورې کوي، چې پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتون پالي يې پر خاوره اوسي او هم هلته د هند په مرسته د دوی لپاره روزنیز مرکزونه جوړ شوي دي.

په دې وروستیو کې جوړ شوی د پاکستان مېشتو پښتنو غوځښت پښتون ژغورنې غورځنګ تر شا هم پاکستان د افغانستان او هند لاس یادوي او کله چې افغان ولسمشر د یاد غورځنګ په ملاتړ پر خواله رسنیو بیانونه ورکړل، نو پاکستان يې پر ضد سخت احتجاج وکړ او دا يې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.