کورنیو چارو وزارت: کابل کې 'لوی او خطرناک مجرم خراساني' نیول شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو کابل کې د عبد الحمید خراساني په نامه 'د هېواد او سیمې په کچه یو لوی او خطرناک مجرم' نیولی، چې په ننني لاریون کې یې له پولیسو سره شخړه غوښته. خراسانی د لویې کچې مجرمینو په نوملړ کې شامل شوی و

.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو کابل کې "د هېواد او سیمې په کچه یو لوی او خطرناکه مجرم" نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې عبدالحمید خراسانی نن (چنګاښ ۴) تر غرمې مخکې داسې مهال نیول شوی چې د وزارت په خبره "غوښتل يې په نني لاريون کې اخ و ډب رامنځته او عامه امن او نظم ګډوډ کړي".

د کورنیو چارو وزارت ویلي، خراساني د دې وزارت د لویې کچې مجرمینو په لیست کې شامل و. یاد وزارت وايي، له دې وړاندې یې هم څو وارې له پولیسو سره نښته کړې او توانېدلی و چې وتښتي.

خو په خپله عبدالحمید خراساني وړاندې په ویډیويي پیغامونو کې پر ده لګیدلي تورونه رد کړي و او ځان یې 'د افغانانو او جهادي ارزښتونو مدافع' بللی و.

ده ویلي چې په جنايي جرمونو کې لاس نه لري او ادعا یې کړې چې 'ځینې کړۍ دده د شخصیت وژلو هڅه کوي'.

وزارت نوموړی تورنوي چې له سوداګرو، تېل پلورونکو، عادي هټیوالو یې باج اخیسته.

د وزارت اعلامیه زیاتوي چې نوموړی همداراز په انسان تښتونه، قتلونو او نورو یو شمېر جرمونو کې ښکېل و.

کورنیو چارو وزارت خراساني د 'وسله والو مجرمانو په درلودو' هم تورن کړی دی.

دې وزارت ویلي، نوموړي د احمد شاه مسعود د تلین د نمانځنې په بهانه مخدره توکي هم قاچاق کړي دي.

هغه همداراز په دې تورن دی چې د خواله رسنیو له لارې یې لوړ پوړو چارواکو ته په تصویري او غږیزه بڼه سپکاوی کړی دی.

د کورنیو چارو د وزارت په خبره د خراساني په جرمونو کې د افغانستان د بیرغ سوځول هم شامل دي.

څو میاشتې وړاندې پر خواله رسنیو یوه وېډیو ډېره لاس په لاس شوه، چې عبد الحمید خراساني په کې د افغانستان بیرغ ته اور ورته کوي او سپکې سپورې وايي.