محمد حنیف اتمر: ولسمشرۍ ټاکنې باید سرپرست حکومت وکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غونډې ته په وینا کې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند محمد حنیف اتمر د ولسمشر غني د حکومت دوام له اساسي قانون سره ټکر او ناروا وباله او په خبره یې، د رڼو او مشروع ټاکنو لپاره پکار ده چې سرپرست حکومت جوړ شي. هغه وايي

:

''نامشروع حکومت غواړي چې نوې ټاکنې د دوی د نامشروع ادارې لاندې وشي، هدف روښان دی، که ټاکنې د دوی نامشروع ادارې لاندې وشی، دوی کولی شی درغلۍ وکړی او ټاکنې بیا غلا کړي، موږ شاهد د دې یو چې د ولسي جرګې ټاکنې یې هم زموږ له خلکو غلا کړې، هیڅ تضمین نشته چې د ولسمشرۍ ټاکنې یو ځل بیا غلا نه کړي، ځکه د نامشروع، ظالمې ادارې چې د ټاکنو مشري وکړی سخت مخالفت کوو او نه یې منو. ''

ان

ښاغلي اتمر دغه راز امنیتی ځواکونه دې غونډې ته په ورتلونکو لارو کې په خنډ اچولو تورن کړل، خو رسنیو کې انځورونو ښيي چې زرګونو خلکو دې غونډه کې ګډون کړی

نور الحق علومي، محمد ابراهیم الکوزي، عنایت الله حفیظ او شهاب حکیمي د دې غونډې څلورو نور نوماندان و چې د ښاغلي اتمر په څېر یې د اوسنی حکومت د کار دوام بې قانونه باله.

 

دوی د ۹ ماده یي پرېکړه لیک صادرولو سره د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت پای ته رسېدلی وباله او په ادارو کې یې د کسانو ګومارلو او لرې کولو او د ټاکنو کمېسونونو کې په لاسوهنه، د واک په ناوړه کارولو او د سولې هڅو کې په خنډ اچولو تورن کړ.

په دې پرېکړه لیک کې له ولسمشر د واک پرېښودو یا له نوماندۍ د تېرېدو غوښتنه شوې.

په دې پرېکړه لیک کې دا هم راغلي چې د ولسمشر غني له خوا له واک د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوی لپاره د ټولو نوماندانو په ګډون د څار کمېسون رامنځ ته شي.

 

خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا تورونه ردوي او د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته لېږلي پیغام کې ویلي:

''موږ د دې ډول غونډو تل هرکلی کړی، د دغو ښاغلو خبرې واورېدل شوې، ما یې ویناوو کې نوي څه ونه لیدل، دا ډول غونډې له وخت مخکې یو ډول کمپاین کېدلی شي، موږ له مسوولو امنیتی ادارو غواړو چې کمپاینونو او هغو غونډو ته چې کمپاینې اړخ ولري پام وکړي. ''

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د غبرګولي یا جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر غني واک پای ته رسېږي، خو سترې محکمې د یوه حکم صادرولو سره د راتلونکي ولسمشر تر ټاکل کېدو د ولسمشر غني واک اوږد کړ.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش له مخې دا انتخابات د روان لمریز کال د تلې پر شپږمه یا د سپټمبر پر ۲۸ کېږي.

د ولسمشر غنی او اجرایه مشر عبدالله په ګډون ۱۸ کسان دې ټاکنو ته کاندیدان دي.