کابل ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر سفر

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته تللی دی. په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي پومپیو له قوله ویل شوي چې له افغان مشرتابه سره خبرو کې یې افغانستان کې سوله خپل'لومړیتوب ' بللی دی

.

بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او ښاغلی پومپیو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تحرکاتو او ظرفیت د زیاتوالي، د دوه اړخیزو اړیکو د همغږۍ، سولې بهیر او د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه غږیدلي دي.

د امريکا بهر نيو چار وزارت اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، دا سفر داسې مهال تر سره کېږي چې په نړۍ کې خورا زيات مهم مسايل روان دي او په دغسې حالاتو کې به د ولسمشر ترمپ اداره افغانستان له پامه نه غورځوي او نه يې هم د امريکا خلک له پامه غورځوي.

په اعلاميه کې راغلي ټولو خواو موافقه کړې چې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د ترهګرۍ او د پوځونو وتلو د مهال ويش په اړه پوهاوى نهايي شي، چې د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرو ته لاره پرانستل شي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر غني په دې لیدنه د افغان سولې خبرو بهیر لړ کې د امریکا حکومت د هڅو مننې تر څنګ وویل:

''غوره ده دوست هېوادونه او نړیوال شریکان له خورورو او انفرادي کوښښونو څخه ډډه وکړي او د افغانستان د سولې په اړه په منسجمه او متحدانه ډول د کوښښونو او پیغامونو ترسره کول به پایله لرونکي وي.

د ارګ اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي پومپیو د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو (ملاتړ) اعلان کړ او د (همکارۍ) ژمنه یې وکړه.

له دې مخکې وړمه ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، ویلي، و له طالبانو سره به یې د خبرو بل پړاو د را روانې شنبې پر ورځ پیل شي.

هغه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، افغانستان او قطر ته د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې ورته مالومه شوې، چې ټولې خواوې په دغه بهیر کې چټک پرمختګ غواړي.

دواړو خواوو وړاندې ویلي، چې په تېرو شپږو پړاوو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدنې د ډاډ په اړه پرمختګ شوی دی.

خو له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو پیلېدل او اوربند یا د تاوتریخوالي کمول هغه دوه ټکي دي، چې امریکا یې سم له واره غواړي خو طالبانو تر اوسه نه ده منلې.