د افغان طالبانو نایب مشر ملا غني برادر مسکو ته تللی ـ طالبان

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

افغان طالبانو نن د گل/دوشنبې په ورځ یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې د هغوی نایب مشر ملا برادر آخند د یو ١۴ کسیز پلاوي په مشرۍ د روس سرښار مسکو ته تللی دی.

مسکو ته د ملا برادر د تگ هدف، په هغې غونډې کې گډون بلل شوی چې ویل کیږي سبا د نهې/سې شنبې په ورځ د افغانستان او روس ترمنځ د سفارتي تعلقاتو د سلو کلونو د پوره کېدو په ویاړ جوړه شي.

همدا راز طالبانو ویلي چې پلاوی به یې د دې غونډې نه وروسته، د شورو/چهارشنبې په ورځ په یوې بین الافغاني غونډې کې برخه واخلي چې هلته به بیا د افغانستان له یو شمیر سیاسي څهرو سره "د هیواد د راتلونکي په اړه بحث او خبرې وکړي."

طالبانو د دې خبرې پخلی هم کړی چې د ملا برادر آخند په مشرۍ پلاوی به یې د روس له جگپوړو چارواکو سره هم ملاقاتونه ولري. په دې پلاوي کې ټول هغه طالب مشران شامل دي چې د قطر په سرښار، دوحه کې یې تر اوسه څو څو ځله د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو سره د سولې مذاکرات کړي دي.

یاده دې وي چې د مسکو په غونډو کې د گډون په مقصد، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم روس ته تللی او همدا راز ویل کیږي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي هم مسکو ته رسیدلی دی.

د افغانستان او روس ترمنځ د سفارتي تعلقاتو د سل کلنۍ په ویاړ غونډه کې به په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند گډون ولري.

طالبانو مخکې هم خپل استازي مسکو ته استولي و، چیرته چې هغو بغیر له ریاستي چارواکو، له نورو افغان سیاستوالو سره لیدلي و. خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د ډلې دویم نمبر مشر، ملا عبدالغني برادر آخند مسکو ته ځي او هلته له روس چارواکو او افغان سیاستوالو سره گوري.