سیګار: افغان- امریکا پوهنتون کې لسګونه میلیون ډالر ورک شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکی خپل تازه رپوټ کې وايي له ۲۰۱۲ کال راهیسې تراوسه له افغان- امریکا پوهنتون سره د امریکا د مرسته شوو پیسو ۶۳ میلیون ډالر "ورک شوي" دي، خو دغه پوهنتون یوه بیان کې د سیګار دا ادعا بې بنسټه بولي

.

سیګار چې افغانستان کې د امریکا د مرستو رونټیا ارزوي وايي افغان- امریکا پوهنتون کې د امریکا له مرستو پر هر افغان زدکوونکي د لیسانس څلور کلنه دوره کې نږدې ۱۲۶ زره امریکايي ډالر لګول شوي دي.

د سیګار رپوټ کې راغلي: که د امریکا حکومت هر افغان زدکوونکی امریکا کې کوم کالج ته استولی تر هغه به یې لږ لګښت کېده چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د دوی لپاره په انګریزي ژبي پوهنتون کې شوی دی.

د سیګار مشر جان سوپکو له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره خبرو کې وايي: افغانستان کې د امریکايي مرستو د ترلاسوونکو او دولتي قراردادونو اوه کلنه ارزونه کې دا د دې ادارې تر ټولو بده پېښه ده چې وینم یې.

خو د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د افغان- امریکا پوهنتون پخوانی مشر ډیویډ سیډني- چې اوس د دې پوهنتون د بورډ مشر دی- نیویارک ټایمز ته وايي:

"امریکايي پوهنتون کې پیسې نه دي ورکې شوې، دا خصوصي پوهنتون دی او له امریکا ترلاسه شوې ټولې مرستې یې مصرف کړې دي".

افغان امریکا پوهنتون پر ۲۰۰۶ کال کابل کې د امریکايي کالجونو په سبک جوړ شوی خصوصي پوهنتون دی چې درسونه یې په انګرېزي ژبه دي.

دا پوهنتون د مدیریت، کمپیوټر، سیاسي علومو او حسابدارۍ یا کاونټېنګ په برخه د لیسانس او ماسټرۍ په کچه نږدې ۱۷ زدکوونکي لري.

افغانستان کې د کادرونو روزل د دې پوهنتون د جوړولو موخه بلل کېږي او ځینې فارغان یې افغان حکومت کې پر لوړو څوکیو ګومارل شوي دي.

دا پوهنتون خپله بیانیه کې ټینګار کوي چې تراوسه یې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه له زرو ډېر او نږدې شل زره کسان هم مسلکي برخه کې روزلي دي.

افغان- امریکا پوهنتون د طالبانو د بریدونو مهمه موخه ده.

پر ۲۰۱۶ کال پر دغه پوهنتون دوه ځانمرګي او ډله ییز بریدونه وشول چې له امله یې ۱۶ کسان ووژل او تر ۲۰۰ ټپیان شول.

د دې بریدونو له امله تر پنځو میاشتو دا پوهنتون تړلی و.

له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دې پوهنتون دوه امریکايي او اسټرالیايي استادان له طالبانو سره یرغمل دي.

د افغان-امریکايي پوهنتون بیانیه کې زیاته شوې چې د امنیتي اندېښنو له امله دا اداره هر کال د خپلې بودیجې له ۲۵ سلنې ډېره برخه یا نږدې اوه میلیون ډالر د امنیت په برخه کې لګوي او که داسې یې نه وی کړي، پر ۲۰۱۶ کال د طالبانو له برید وروسته د دې پوهنتون بیا پرانیستل ناشوني وو.

د دې پوهنتون د لیسانس دورې محصلان د فولبرایټ په څېر د نړیوالو بورسنو ترلاسولو سره د امریکا معتبرو پوهنتونونو کې زدکړې کوي.