جواد ظریف: زموږ سیمه کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیاتوالی 'خطر' دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو شمېر ډېرېدل د سولې او امنیت لپاره 'ډېر خطرناک 'بولي او وايي، 'باید مخنیوی یې وشي. '

ښاغلي ظریف له ارنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د هېواد په اړه یې د امریکا ادعاوې 'په فارس خلیج کې د امریکا د ښمنانه سیاست او تاو تریخوالي ته د لمن وهلو لپاره د توجیهې لټولو ' په معانا دي

.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منځني ختیځ ته د ۱۵ سوه سرتېرو لېږل تایید کړل او د کانګرېس له ارزونې پرته یې سعودي ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلې صادرولو اجازه ور کړه.

د امریکا د دفاع سرپرست پاتریک شاناهان د نویو سرتېرو له لېږلو کانګرېس خبر کړی دی. هغه وايي، د سپاه پاسدران او هغه پورې د تړلو ډلو په ګډون د ایراني ځواکونو د پرلپسې ګواښ مقابل کې د ځواکونو د پیاوړتیا لپاره دا سرتېري لېږل کېږي.

د امریکا پوځ وايي، سپاه پاسدران په متحده عربي اماراتو کې د څو تېل وړونکو بېړیو پرضد ورانوونکو عملیاتو کې نېغ لاس درلود.

د امریکا ولسمشر خبریالانو ته وویل: موږ منځني ختیځ کې خوندیتوب ته اړتیا لرو، دا ځواکونه تر ډېره خوندي کوونکي دي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدلو پسې منځني ختیځ ته دا سرتېري لېږل کېږي.

امریکا د ایران د تېلو د مهمو پلورونکو معافیت نوی نه کړ او ایران هم د اټومي تړون چوکاټ کې د خپلو ژمنو پرځایول کم کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان له مخې، منځني ختیځ ته دغو نويو سرتېريو کې د پاتریوت توغندیو داسې ۶۰۰ کسیز کنډک هم دی چې د توغندیزې دفاع لپاره ځانګړی شوی دی.

پاتې سرتېرو کې استخباراتي، انجینري او پېژندونکې ډلې او جنګېدونکي سکاډران هم دي. ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته دا هم وویل، چې د دې سرتېرو شمېر نسبتا کم دی.

خو امریکا وارمخکې په سیمه کې له پنځوس زرو ډېر سرتېري لري. د دې نویو سرتېرو لېږل له هغه شمېر کم دي چې وروستیو اونیو کې یې رسنیو رپوټونه ور کول.

په دې برخه کې د ډونلډ ټرمپ او امریکايي پوځیانو ترمنځ د نظري اختلاف رپوټونه هم شته. څو ورځې مخکې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز رپوټ ور کړ چې سپینه ماڼۍ منځني ختیځ ته د یو لک شل زرو سرتېرو لېږل ارزوي.

ښاغلي ټرمپ دا رپوټ رد کړ او ویې ویل، هیله من دی چې دا ډول پرېکړې ته اړ نه شي، خو په ورته مهال یې زیاته کړه چې ان لا ډېر سرتېري هم سیمې ته لېږلی شي.

د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، چې د ډونلډ ټرمپ حکومت کې نه دی او نه هم بل څوک جنګ غواړي:

"خو ایرانیان دې هم پوه شي چې موږ د امریکا ګټې خوندي کوو".

د امریکا د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیزوالۍ یوه چارواکي مایکل ګلېدي د جمعې په ورځ وویل: د امارات فجیره بندر کې پر بېړیو برید د سپاه پاسدران سره تړلی کار دی.

د پنټګان له نظره، دې برید کې نښتي یا چسپکي ماینونه د سپاه و. ښاغلي ګلېدي دا برید د هغو چارو برخه وبلله چې د ده په خبره، ایران پیل کړې او سیمه کې د امریکايي ځواکونو د زیاتېدو لامل کېږي.

فنلڼد کې د سپوږمکۍ یوه شرکت داسې تصویرونه خپاره کړي چې له سعودي امجد تېل وړونکې بېړۍ د تېلو بهېدل ښيي. امجد یوه له هغو څلورو بېړیو و چې فجیره بندر کې له ورانوونکو عملیاتو سره مخ شوه.

د دې عملیاتو مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم د دې پېښې په تړاو تفصیلي رپوټ خپور شوی دی. فجیره بندر له هورمز تنګي سره نږدې پروت دی.

څو ایرانیو چارواکو ګواښ کړی چې که دوی خپل تېل نشي صادرولی، ځواکونه به یې دا تنګی وتړي او نړۍ کې به د تېلو سوداګري ګډه وډه کړي.

له کانګرېس تېرېدل

امریکايي سناتوران وايي، ډونلډ ټرمپ د ایران له لوري ادعايي ګواښ ته په پام د دوی له ارزولو پرته له سعودي سره د اته میلیارد میلیارد ډالرو په ارزښت د ۲۲ تړونونو اجازه کړې ده.

ښاغلي ټرمپ له ایران سره له تاوتریخوالي د پیدا شوي "بېړني حالت" په پلمه کولو سره د کانګرېس له ارزولو پرته دا معامله کړې ده.

د ډیموکراټ ګوند یو مخکښ غړی سناتور باب منندز- چې دا ډول مسلې څاري- وايي: خواشینوونکې ده، خو هیښوونکې نه ده، چې د ټرمپ حکومت بیا د ملي امنیت او انساني حقونو اوږدمهالو لومړیتوتوبونو خوندیتوب کې پاتې راځي او د سعودي په څېر ځواک غوښتونکي هېواد باندې مهرباني کوي.

جمهوریپالو هم د ډونلډ ټرمپ پر دغه پرېکړه نیوکه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د ژر ډېرېدو خطر ته کتنه کړې ده.

یو امریکايي سناتور انګوس کېنګ دې خبري اژانس ویلي: د ایران او امریکا ترمنځ "د تصادفي ټکر خطر" مخ په ډېرېدو دی.

خو په ورته مهال د امریکا ولسمشر وايي، له ایراني مشرانو سره ټلېفوني خبرو ته تیار دی، مګر ایراني چارواکي وايي، د امریکا د اوسني سیاست له امله ور سره خبرې نه کوي.

عمان، عراق، سویس او ان روسیه داسې هېوادونه دي چې ممکن د ایران او امریکا ترمنځ پیغامونه بدل کړي او یا د منځګړي شي.