هند ټاکنې؛ د لومړي وزیر نرېندرا مودي ګوند بریا تر لاسه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هند ټولټاکنو کې له پراخ بري وروسته به د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د پنځو نورو کلونو لپاره واک کې پاتې شي. د پارلماني ټاکنو تر اوسه اعلان شوې پایلې ښيي چې د ښاغلي مودي بي جې پي ګوند د هندي پارلمان له ۵۴۳ څوکیو ۳۰۰ څوکۍ ګټلې دي

.

په ټاکنو کې د خپل ګوند له بریا وروسته ښاغلي مودي پلازمېنه ډیلي کې یو ځای شویو ګڼو پلویانو ته خپله لومړنۍ وینا کې وویل:

''موږ ټول نوی هند غواړو، زه غواړم سر ټیټ کړم او درته ووایم، مننه. موږ به تل د خلکو لپاره خدمت کوو. زه غواړم ټولو بریالیو کاندیدانو ته مبارکي ورکړم. موږ به د هند بریالیتوب لپاره کار وکړو او راتلونکو میاشتو کې به د هېواد خدمت لپاره له نور باور سره کار وکړو. دا مې له ټولو سره ژمنه ده. ''

ښاغلی مودي وايي، په هند کې اوس یوازې دوه توکمه ژوند کوي:

''یو هغه چې بیوزله دي او یو هغه چې غواړي کار وکړي او دوی له دې بیوزلۍ راوباسي. ''

دی وايي، ''موږ باید دې دواړه پیاوړي کړو. ''

مخکې داسې ګومان کېده چې د هندي بزګرو خواشینۍ، د محصولاتو ټیټې بیې، پورونه او د کروندو له منځه وړلو مسایل به په دې ټاکنو کې واکمن ګوند ته زیان واړوي، خو په ټاکنو کې له لومړنۍ بریا اعلان سره هممهاله لومړي وزیر مودي د هندي بزګرو ستاینه وکړه:

''دا د هغو بزګرانو بریا ده چې د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو چمتو کولو کې خولې تویوي. دوی هغه خلک دي چې کامیاب دي. ''

بل لور ته د ښاغلي مودي اپوزیسیون اتحاد چې مشري یې راهول ګاندي کوي، د سلو څوکیو په ګټلو هم نه دي بریالي شوي او په ټاکنو کې یې د ماتې اعتراف کړی دی.

ښاغلي ګاندي یوې خبرې غونډې ته وینا کې ومنله چې د اترپردېش ایالت امیټهي سیمه کې یې هغه څوکۍ هم له لاسه ورکړې چې له څو لسیزو راهیسې یې پرې د کورنۍ کسانو بریا تر لاسه کوله.

نوموړي زیاته کړه د هند خلکو د لومړي وزیر په توګه د نرېندرا مودي ټاکلو پرېکړه کړې او دی د ماتې ټول مسولیت مني.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلي مودي ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي، 'په راتلونکي کې د دواړو دیموکراسیو تر منځ په ټوله سویلي اسیا کې د سولې، ارامتیا او سیمه ییزې همکارۍ لپاره د لا نورې همکارۍ ډېرېدو هیله کوي. '

د هند پارلمان کې د ۲۷۲ څوکیو په ګټلو سره یو ګوند د حکومت تشکیل قانوني حق لري او اوسنیو پایلو ته په کتو سره ماهرین وايي، د ښاغلي مودي ګوند په اسانۍ سره کولای شي حکومت تشکیل کړي.

د هند ټاکنو کې ۹۰۰ میلیونه کسانو د رایې ورکولو حق درلود او پایلې ښيي چې ۶۰۰ میلیونه کسانو د رایې ورکولو په شپږ اوونیزو پړاونو کې خپله رایې کارولې ده. ښاغلي مودي نه یوازې د نظر پوښتنو برعکس ډېرې رایې ګټلې دي، بلکې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو پرتله یې هم د رایو شمېر ډېر شوی دی.

د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې بي جې پي ۲۸۲ څوکۍ ګټلې وې او د نورو اتحادیانو په ګډون یې د پارلمان ۳۳۶ څوکۍ خپلې کړې وې. دا په ۳۰ کلونو کې د یوه ګوند لپاره تر ټولو لوی بری و. کانګرس بیا هغو ټاکنو کې ۴۴ څوکۍ ګټلې وې چې د دوی لپاره خورا سخته ماتې بلل کېده.

کانګرس هغو ټاکنو کې له نورو ګوندونو سره له ایتلاف وروسته ټولټال ۶۰ څوکې خپلې کړې.

د هند ټاکنو کمېسیون د ټاکنو پایلې په تدریجي ډول خپرې کړې، خو د وروستیو رسمي پایلو اعلان ښايي څو ساعته نور وخت هم ونیسي.