پاکستان: د ماشومې فرشتې پر وژنه اعتراضونه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هغې لس کلنې پښتنې نجلۍ پر وژنه په پاکستان کې هماغسې اعتراضونه روان دي چې مړی یې وړمه ورځ په اسلام آباد کې وموندل شو. فرشته مومنده لومړی تښتول شوې او تر جنسي تېري وروسته وژل شوې

په دغو اعتراضونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه ونډه لري چې له امله یې پرې یو شمېر پاکستاني رسنیو تور لګولی چې پېښې ته د قومي رنګ په ورکولو سیاسي ګټنه غواړي

.

یو ټلوېزیون آن تر دې هم مخ ته تللی او غورځنګ یې تورن کړی چې د فرشتې پېښه یې ځکه مخکې کړې چې کورنۍ یې د افغانستان ده.

 

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي پخپله دولت دغه پېښه توکمیزه کړې ده، ځکه چې د دوی په خبره که دوی د فرشتې له مړي سره احتجاج کړی نه وای، د ککړو کسانو پر ضد به هیڅ ګام پورته شوی نه وو.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دوشنبې په شپه د ۱۰کلنې فرشتې خراب شوی مړی وموندل شو، چې د کورنۍ په خبره يې شپږ ورځې وړاندې تښتوول شوې او تر جنسي تېري وروسته وژل شوې.

پرون سه شنبه ټوله ورځ د هغې له مړي سره احتجاج کېده، چې د شپې ناوخته ورته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړل شو او احتجاج يې ختم کړ.

په دې احتجاج کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي محسن داوړ او علي وزیر مخکې ول، چې ورسره له مومندو څخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی نثارخان مومند هم ملګری و.

خو په پاکستان کې ګڼو خلکو غورځنګ په دې تورن کړی، چې د فرشتې وژنې ته يې توکمیز رنګ ورکړ او د هغې پر مړي يې سیاست وکړ. د اي ار وای په نامه د پاکستان د اردو ژبې یوه شخصي ټيلویزیون د خپلو سرچینو پر اساس یو خبر خپور کړ، چې په خبره يې پښتون ژغورنې غورځنګ ځکه د فرشتې په احتجاج کې پر مخ وو، چې د فرشتې کورنۍ اصلاً د افغانستان ده.

پر خواله رسنیو د یاد ټیلويزیون پر ضد سخت غبرګونونه څرګند شول او پر ټيوټر له دغه ټیلويزیون سره د پرېکون هشټګ تر ټولو زیات وو. د غورځنګ غړی محسن داوړ وايي، د فرشتې پېښې ته توکمیز رنګ دوی نه د پاکستان واکمنو ورکړی دی.

محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي تور پورې کوي، چې د فرشتې د پلار خبره پاکستانیو پولیسو ځکه نه اورېده، چې هغه پښتون وو، خو د سیند ایالت پولیسو یو پخوانی مشر شعیب سډل بیا له بي بي سي سره خبرو کې دا نه مني او وايي، د پولیس چارواکو ناغېړي کېدلی شي، خو پولیس توکمیز توپير نه کوي.

پاکستانۍ فعاله فرزانه باري وايي، دغه ډول پېښو ته توکمیز رنګ ورکول بده خبره ده، خو که د غورځنګ غړیو په دې احتجاج کې ګډون کړی وي، نو دا د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړي په حیث پر دوی د خپلې سیمې د غړيو حق دی.

''دې ته توکمیز رنګ ورکول بېخي غلطه خبره ده. او دا چې د غورځنګ ځينې غړي ورغلي، نو دا د هغوی حق دی، ځکه چې که ته د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې ناست يې او ستا د سیمې خلک احتجاج کوي نو ظاهره خبره ده چې خلک به تاته راځي، چې دا پولیس زموږ خبره نه اوري او زما د لور د تښتوونې رپوټ نه ثبتوي. ''

بلې خواته د لس کلنې فرشتې د وژنې پر ضد نن سه شنبه هم په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه شوي او غوښتنه يې کړې، چې د دې قاتلین دي ونیول شي. د اسلام اباد پولیس وايي، په دې پېښه کې يې نن یو بل کس هم نیولی، چې د نیول شويو کسانو شمېر اوس څلورو ته رسېدلی دی.