افغانستان کې د ایراني پانګوالو 'ارین بانک' جواز لغوه شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

افغانستان بانک په دغه هېواد کې د ایراني پانګه والو لخوا د جوړ شوي ارین بانک جواز لغوه کړی دی. دا په تېرو دوو میاشتو کې دویم بهرنی بانک دی چې فعالیت يي لغوه کېږي.

د افغانستان بانک وايي، دغه بانک د افغانستان په اقتصادي وده کې ونډه نه لرله اوقوانینو ته يي درناوی نه کاوه. د افغانستان بانک عالي شورا له دې نژدې دوې میاشتې وړاندې د پاکستاني حبیب بانک فعالیت هم لغوه اعلان کړی وو

.

ارین بانک د تهران او کابل تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره په ۲۰۰۴ کال کې فعالیت پیل کړی و او له هغې شاوخوا ۱۵ کاله وروسته اوس د افغانستان بانک وایي، دغه بانک نه هم د افغانستان د اقتصادي ودې او نه هم د ټاکلي هدف لپاره څه کړي.

د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور بي بي سي ته وویل، دغه بانک د افغانستان د بانکي نظام قوانین نه مراعتول نو ځکه یې د فعالیت جواز لغوه شوی دی.

دا بانک د ایران ملي او صادراتي بانک په ګډه پانګونه په افغانستان کې جوړ کړی وو او موخه يي هم د دواړو هېوادونو تر منځ په مالي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د ستونزو حل یاد شوی وو.

افغانستان په ورته یوه اقدام کې نژدې دوې میاشتې وړاندې د پاکستان د حبیب بانک فعالیت هم ودراوه. د افغانستنان بانک ویاند وايي، دواړه بانکونه دا وخت په وروستیو تصفیو بوخت دي او هیڅ ډول نور فعالیت نه شي کولای.

خو د ارین بانک یوه مسول د نوم د نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل د ارین بانک د تړل کېدو پرېکړه غیر قانوني ده او دوی له افغان حکومت څخه د وضاحت غوښتنه کړې.

دی وايي دا وخت د بانک فعالیت درول شوی خو هڅه کېږي چې بېرته فعالیت پیل کړي.

افغان چارواکي د دغې پرېکړې تر شا هر ډول سیاسي انګیزې هم ردوي او وايي دا پریکړې يي د مالي نظام د پیاوړتیا او رڼې بانکدارۍ د دودیدو په خاطر کړې ده.

دا په تېرو دوو میاشتو کې دویم خو په تېر یوه کال کې درېیم بانک دی چې د فعالیت جواز یې لغو کېږي.

د ارین بانک او پاکستاني حبیب بانک نه مخکې د افغانستان سوداګریز بانک فعالیتونه هم درول شوي او دا وخت يي د تصفيي چارې روانې دي.

اوس مهال افغانستان کې د دریو دولتي بانکونو تر څنګ شاوخوا ۱۲ نور بانکونه فعال دي.