خلیلزاد: د افغان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره باید چمتووالی ونیول شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد وايي افغانستان کې د روانې جگړې سياسي حل د امريکا لومړيتوب دى.

ښاغلي خليلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه د افغانستان په تړاو وروستيو څرگندونو کې د افغان ولسمشريزو ټاکنو لپاره هم د چمتوالي غږ کړى

.

افغانستان کې د امريکا د لومړيتوبونو په اړه د زلمي خليلزاد وروستۍ څرگندونې په داسې حال دي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د امريکا د موخو په اړه بېلابېلې انگېرنې مخې ته راغلې او داسې برېښي چې دا دغو انگېرنو ته د ښاغلي خليلزاد ځواب دى.

ځينې انگېرنې دا وې چې گواکې د امريکا پام تر ډېره پر دې ور ټول دى چې له افغانستان د خپلو ځواکونو ايستنې لپاره زمينه برابره کړي، خو ښاغلي خليلزاد پر خپل ټوېټر ليکلي چې د دوى لومړيتوب د سولې داسې يو بهير دى چې پايله يې د افغان ستونزې سياسي حل وي.

زلمى خليلزاد وايي افغانان تر بل هر څه سولې ته ډېره اړتيا لري.

ښاغلي خليلزاد خپلو ټوېټري پيغامونو کې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته هم اشاره کړې او په تلويحي ډول يې زرغون څراغ ښوولى.

د نوموړي په وينا د سولې لپاره لېوالتيا د دې مخنيوى نه کوي چې افغانان باور وړ ټاکنو ته د چمتوالي غوښتنه وکړي.

ښاغلى خليلزاد وايي دې سره همهاله چې موږ د سولې لپاره چې افغانان يې مستحق دي هلې ځلې کوو ټاکنو ته هم بايد چمتو والى وشي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز هم کابل ته په خپل وروستي سفر کې د ولسمشريزو ټاکنو پر وخت تر سره کېدو ټينگار کړى و.