د ولسي جرګې ټاکنې؛ د کابل ولایت پایلو په اړه ضد و نقیض رپوټونه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان ملي رادیو تلویزیون پر خپله ټوېټر پاڼه د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د کابل ولایت نه د بریالیو کاندیدانو لېست خپور کړی دی. خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه د کابل ولایت د پایلو په اړه کوم اعلان نه دی کړی

.

د ټاکنو د کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیر ابراهیمي بي بي سي ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل د بریالیو کاندیدانو وروستی لېست دوی ته ور سپارلی او دوی به یې ډېر ژر اعلان کړي.

د ولسي جرګې لپاره د ټولو ولایتونو او د کوچیانو د استازو وروستي لېستونه اعلان شوي دي، خو د کابل ولایت پایلې د ګڼ شمېر شکایتونو او همدا راز د ناکامو کاندیدانو د اعتراضونو او احتجاجونو له کبله جنجالي شوې دي او لا یې هم وروستی لېست د کمیسیون لخوا نه دی خپور شوی.

په نوي لېست کې چې د افغانستان ملي ټلویزیون پر ټویټر پاڼه خپور شوی، تر ډېره هماغه نومونه دي چې د ټاکنو د کمیسیون د پخوانیو چارواکو له خوا اعلان شوي وو. د نوي لېست له مخې د بریالیو کاندیدانو نومونه په لاندې ترتیب دي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون رسماً نوی لېست نه دی اعلان کړی، خو د ملي تلویزیون لخوا په خپاره شوي لېست کې د بریالیو کاندیدانو نومونه او ترتیب په لاندې ډول دي.

۱. حاجي اجمل رحماني

۲. الحاج عبدالقیوم خیرخواه

۳. خان اغا رضایي

۴. الحاج ملا محمد خان احمدي

۵. فدا محمد الفت صالح

۶. احمد جاوېد جیحون

۷. میر امان الله ګذر

۸. الحاج امیر ګل شاهین

۹. غلام حسین ناصري

۱۰. ډاکټر رمضان بشردوست

۱۱. الحاج سید محمد محمدي

۱۲. الحاج الله ګل مجاهد

۱۳. حاجي خان محمد وردګ

۱۴. الحاج قاضي میر اافغان ساپی

۱۵. نجیب الله ناصر

۱۶. حیبیب الرحمن سیاف

۱۷. انور خان اوریاخېل

۱۸. صوفي عبدالرزاق استالفي

۱۹. توفیق وحدت

۲۰. حاجي زړګی حبیبي

۲۱. محمد نعیم وردګ

۲۲. حاجي حفیظ الله جلیلي

۲۳. عرفان الله عرفان

۲۴. عبیدالله کلیمزی وردګ

۲۵. وکیله فاطمه نظري

۲۶. جنراله نظیفه ذکي

۲۷. شینکۍ کړوخېله

۲۸. مرسل نبي زاده

۲۹. فوزیه ناصر یار ګلدره یي

۳۰. روبینا جلالي

۳۱. مریم سما

۳۲. زهره نوروزي

۳۳. بي بي حاجي پروین درانۍ

له دې مخکې د روانې مې میاشتې پر ۱۱ نېټه کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته د هغو کاندیدانو د مظاهرې له کبله چې په لومړي سر کې بریالي اعلان شوي وو، د ولسي جرګې لومړۍ رسمي غونډه تر سره نه شوه.

ټاکل شوې وه چې د شنبې پر ورځ د ولسي جرګې د مشرتابه او اداري پلاوي ټاکنې وشي، خو مظاهره کوونکو ټینګار کاوه چې د کابل پایلو تر اعلانه مخکې باید ټاکنې ونه شي.

د روان کال فبرورۍ په وروستیو کې ولسمشرمحمد اشرف غني د ټاکنو قانون کې بدلون راوست او د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمشنران او مشران یې، ټول له دندو لیرې کړل.

د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني مشران د ولسي جرګې د تلې میاشتې په ټاکنو کې په کمزوري مدیریت تورن شوي وو.

خو د کمیسیونونو پخوانيو مشران د ولسمشر له خوا د ټاکنو قانون کې بدلون راوستل د قانون خلاف کړنه بلله او په وینا یې چې له دندو د دوی لیري کول هم سیاسي پرېکړه وه.

له هغه وروسته د افغانستان نویو ټاکنیزو کمېسیونونو له خپلنمځي ټاکنو وروسته حوا علم نورستانۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون او زهره بیان شینوارې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره وټاکل شوه.

د تېرې اپریل میاشتې پر ۲۸ مه د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکو ولسي جرګې لپاره د کابل د پایلو په اړه د مخکني کمیسیون ټولې پرېکړې باطلې او بې اعتباره وبللې.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له خوا د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله د کابل ولایت د تېرو پارلماني ټاکنو د پایلې باطلولو تر هغه اعلان وروسته، د ټاکنو کمېسیون هغه پرېکړه 'ناقانونه، سلیقوي او عجولانه' بللې وه.