د لیبیا باغي جنرال خلیفه حفتر څوک دی؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جنرال خلیفه بلقاسم حفتر له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د لیبیا په سیاست کې مهمه څېره پاتې شوې. نوموړی د پوځي افسرانو په هغه ډله کې و چې په ۱۹۶۹ کال کې یې د لیبیا پخواني پاچا پر ضد کودتا کړې وه. د افسرانو د دې ډلې مشري پخواني مشر کرنل قذافي کوله.

جنرال حفتر په ۱۹۴۳ کال کې زېږېدلی، په ۱۹۷۳ کال کې یې د اسرائیلو پر ضد جګړه کې برخه اخیسې او په ۱۹۸۷ کې یې د چاد هېواد پر ضد د پوځي عملیاتو مشري کوله.
خو همدا ماموریت د جنرال حفتر د پوځي ژوند د پای لامل شو. نوموړي په دې جګړه کې له خپلو ۳۰۰ افسرانو سره ماتې وخوړه او جنګي زنداني ونیول شو.
کرنل قذافي جنرال حفتر له صحنې و ایست. له دې وروسته جنرال حفتر د قذافي مخالف شو. نوموړي د لیبیا د مشرانو د له منځه وړلو هلې ځلې پیل کړې. په ۱۹۸۰ کال کې یې امریکا ته سفر وکړ او له هغه وروسته سي ای اې ته هم نژدې شو.
کله چې په ۲۰۱۱ کال کې په لیبیا کې د کرنل قذافي پر ضد بغاوت پیل شو نو جنرال حفتر بېرته هېواد ته ستون شو او د لیبیا په ختیځو برخو کې د رژیم مخالفو ملیشو یو مهم مشر شو.
دې بېلابېلو ملیشو په خپلو منځو کې هم جګړې سره وکړې.
نوموړي د سخت دریځو اسلامي ډلو پر ضد هم ګامونه پورته کړل او له همدې لارې یې د مصر او متحدو عربي اماراتو خواخوږي هم ترلاسه کړه.
په ۲۰۱۴ کال کې جنرال حفتر د لیبیا د ژغورلو لپاره خپله طرحه وړاندې کړه، او له همدې کبله یې شهرت لا ډېر شو. نوموړي د لیبیا خلک د ملي کانګرس د جوړولو لپاره ور ټول کړل.
کله چې جنرال حفتر د لیبیا دویم لوی ښار بنغازي ونیوه نو سخت دریځو مذهبي ډلو او ځایي ملیشو هم د نوموړي ملاتړ اعلان کړ.
جنرال حفتر په پلازمېنه طرابلس کې د لیبیا د پارلمان پر ودانۍ هم برید کړی و.
په ۲۰۱۵ کال کې نوې ولسي جرګې نوموړی د پوځ د اعلی سرقومندان په توګه وټاکه.
خو نوموړي د فایز السراج په مشرۍ کې د ملي جوړجاړي حکومت له منلو انکار وکړ، سره له دې چې نړیوالې ټولنې دا حکومت په رسمیت پېژانده.
دواړه مشرانو په ۲۰۱۷ کال کې وویل چې د هېواد د سوکالۍ لپاره به په ګډه کار کوي، خو پر دې خبره عمل ونشو. حنرال حفتر د ۲۰۱۷ کال په دوبي کې د درملنې لپاره فرانسې ته هم ولاړ او هلته په یوه پوځي روغتون کې بستر و.
نوموړی اوس یو ځل بیا په لیبیا کې پر پلازمېنه طرابلس بریدونه کوي او غواړي چې رژیم نسکور کړي، خو د نړۍ ۷ ځواکمنو هېوادونو او ملګرو ملتونو نوموړي ته خبرداری ورکړی چې له جګړې لاس واخلي.
خو له دې سره سره مصر او متحده عربي امارات لا هم د جنرال حفتر ملاتړ کوي. نوموړي په دې وروستیو کې د سعودي عربستان له شهزاده سلمان سره هم کتلي دي.