پاکستان: هند زموږ پر وړاندې د عملیاتو پلان لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ادعا کړې، هند د دوی پر وړاندې د تازه پوځي عملياتو پلان لري او د روانې اپرېل مياشتې د دوېمې لسیزې په پای کې ورباندې برید کېدلی شي.

ښاغلي قرېشي دا ادعا نن یکشنبه (وری ۱۸/مارچ۷) په ملتان کې په یوې خبري غونډه کې کړې

.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي پر نړیوالو ږغ کړی، چې د هند ددغه پلان مخه دې ونیسي او که داسې وشو، نو د پاکستان او هند په شمول به د ټولې سوېلي اسیا امنیت خراب شي.

"له موږ سره دا وخت کره استخباراتي مالومات دي، چې هند یو پلان جوړوي لګیا دی او پر پاکستان د یوه بل تېري امکان شته. زموږ د مالوماتو له مخې له ۱۶م اپرېل څخه بیا تر ۲۰م اپرېل پورې دغه عملیات کېدلی شي."

که څه هم ځينو هندي رسنیو تېره اونۍ ورته خبرونه ورکړي وو، چې د هند د امنیتي شورا غونډه کې د تېرې سه شنبې په ورځ پر پاکستان د تازه عملیاتو ذکر شوی او د دې رسنیو په خبره لومړي وزیر نریندرا مودي د پوځ مشرتابه ته ددغه ګام اخیستلو اجازه هم ورکړې، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ددغې ادعا وروسته لاهم هند څه نه دي ویلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په همدې خبري غونډه کې ادعا وکړه چې هند ـ د هند تر کنټرول لاندي کشمير کې د پلوامه په څېر د یوه بل برید پلان لري او په خبره يې ددې ذمه واري به بیا هم پر پاکستان واچوي.

د ښاغلي قرېشي د ادعا له مخې هند په همدې ډول پر پاکستان برید ته لاره هواروي او پرې د نړیوالو فشار زیاتول غواړي.

ښاغلی قرېشي وايي، همدې ته په پام سره دوی د بهرنیو چارو وزارت کې د امنیتي شورا د پنځو غړیو هیوادونو له استازیو سره دغه مالومات شریک کړي او له هغوی يې غوښتي، چې نړیوال باید هند له همدې لارې راوګرزوي.

د هند او پاکستان ترمځ د روان کال په فېبرورۍ میاشت کې حالات تر هغه وروسته ترینګلي شوو، چې د هند تر کنټرول لاندي کشمیر کې د هند پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وشو او لږ تر لږه څلوېښت سرتېري يې ور ووژل.

ددغه برید مسوولیت پاکستان مېشتې جېش محمد ډلې قبول کړ، چې هند يې ترشا د پاکستان استخبارات تورنوي.

تردې برید وروسته د هند هوايي ځواک د فېبرورۍ پر ۲۶مه نېټه د خیبرپښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې برید وکړ او ادعا يې وکړه چې په لسګونو وسلوال يې ووژل، خو پاکستان د هند دغه تور ناسم وباله. تردغه برید یوه ورځ وروسته د فېبرورۍ پر ۲۷مه نېټه پاکستان د هند غاړې ته نه یواځې د هوايي برید ادعا وکړه او د هند یوه جنګي الوتکي يې هم راوغورځوله او یو هندی هواباز ابي نندن يې ونیو.

د دواړو څنګلوریو هیوادونو ترمنځ دغه ترینګلي او جنګ ته نيژدې حالات تر هغه وروسته سم شوو، چې پاکستان یوه ورځ وروسته د هند د نیول شوي هواباز ابي نندن د خوشي کېدو اعلان وکړ او د مارچ میاشتې پر لومړی نېټه يې ښاغلی نندن بېرته هند ته وسپاره.