افغان سوله؛ ارګ د اروپایي ټولنې د اعلامیې هرکلی وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

افغان حکومت د سولې د پروسې په تړاو د اروپایي ټولنې د وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی. دې ټولنې تېره ورځ په لکسمبورګ کې تر یوې ناستې وروسته په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سولې لپاره روانو هلو ځلو ملاتړ کوي، او تضمین ته یې هم چمتو ده

.

یادې ټولنې همدا راز ټینګار وکړ چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.

نن سه شنبه ارګ په یوه اعلامیه کې د اروپایي ټولنې دا اعلامیه، سولې ته د رسېدو او افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره مهمه بللې ده.

د اروپایي ټولنې په اعلامیه کې لاندې ټکو ته اشاره شوې ده:

۱: باید د افغانانو په مشرۍ کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې ژر تر ژره پیل شي.

۲ - یاده ټولنه چمتو ده چې د سولې د پروسې یا هوکړې تضمین وکړي، او په عملي کولو کې یې مرسته وکړي.

۳- اروپایي ټولنه د سولې د یوې داسې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانستان د خپلواکۍ تظمین پکې شوی وي، او د تېرو ۱۸ کلونو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې پکې خوندي وي.

۴- یاده ټولنه به د اصلاحاتو په برخ کې مرسته کوي، په ځانګړې توګه په امنیتي برخه کې اصلاحات.

۵- دا ټولنه به هڅه کوي چې د سولې بهیر ټولشموله وي، په دې معنی چې ښځې او د ټولنې نور وګړي به د دې بهیر په ټولو پړاونو کې برخه ولري.

۶- اروپایي ټولنه به د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو بېرته عادي ژوند ته ستنولو کې مرسته کوي.

د اروپایي ټولنې دا اعلامیه په داسې وخت کې خپرېږي چې فغان حکومت د تېرې یکشنبې پر ورځ له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره د "پخلاینې د رهبرۍ شورا" په نامه د یوې نوې ډلې د جوړېدو اعلان وکړ.

د یادې شورا ویاند عمر داودزي وایي، د دوحې راتلونکي کنفرانس کې به افغان پلاوی د حکومتي استازو او غیر حکومت کسانو په ګډون له یوه موقف نه غږېږي.

ډېر احتمال شته چې په دې ناسته کې د افغان حکومت استازي په لومړي ځل له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

خو وسله وال طالبان وایي، د دوحې کنفرانس کې به د افغان حکومت په استازیتوب هېڅوک ګډون نه کوي او ټول ګډونوال به په شخصي ډول دې ناسته کې برخه ولري.

طالبانو دا سپیناوی هم کړی چې د دوحې کنفرانس به له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات نه وي، بکلې د ګډون کوونکو کسانو ترمنځ به یوازې د نظر تبادله وي.