سیاف به د سولې مذاکراتو لپاره د افغان حکومت سرې کرښې ټاکي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت د یکشنبې پر ورځ له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره د "پخلاینې د رهبرۍ شورا" په نامه د یوې نوې ډلې د جوړېدو اعلان وکړ. د دې شورا ویاند عمر داودزي د یکشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، عبد رب رسول سیاف به د سولې مذاکراتو لپاره د افغان حکومت سرې کرښې ټاکي

.

دې شورا نن د یکشنبې پر ورځ خپله لومړنۍ ناسته د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې په ارګ کې وکړه. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د حکومتي استازو په ګډون به یو لوی پلاوی د قطر په راتلونکي کنفرانس کې ګډون کوي.

دې شورا پرېکړه کړې چې تر راتلونکو درېیو ورځو به د هغو کسانو نوملړ هم چمتو کړي، چې له طالبانو سره به د سولې خبرې کوي.

له دې ناستې وروسته د یادې شورا ویاند عمر داودزي خبریالانو ته وویل، د دوحې کنفرانس کې به افغان پلاوی د حکومتي استازو او غیر حکومت کسانو په ګډون له یوه موقف نه غږېږي.

خو وسله والو طالبانو بیا نن یکشنبه رسنیو ته په استول شوې یوه اعلامیه کې ویلي، د دوحې کنفرانس کې به د افغان حکومت په استازیتوب هېڅوک ګډون نه کوي او ټول ګډونوال به په شخصي ډول دې ناسته کې برخه ولري.

طالبانو دا سپیناوی هم کړی چې د دوحې کنفرانس به له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات نه وي، بکلې د ګډون کوونکو کسانو ترمنځ به یوازې د نظر تبادله وي.

په افغان حکومت کې د ننه سرچینو ویلي، احتمال شته چې د افغان حکومت استازي په دې کنفرانس کې د طالبانو له استازو سره هم مخامخ وګوري. تر اوسه د دې ناستې کره نېټه نه ده اعلان شوې.

د پخلاینې رهبرۍ شورا لومړنۍ ناسته کې پر ولسمشر غني سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبر عبد رب الرسول سیاف جهادي قومندان اسماعیل خان، سیاسي مشرانو، د مدني ټولنو استازو، علماوو، مېرمنو او یو شمېرو نورو کسانو ګډون کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پخلاینې رهبرۍ شورا به په دې غونډه کې له طالبانو سره په قطر کې د دویمې ناستې لپاره اجنډا او ګډون کوونکي استازي وټاکي.

ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې ویلي چې د پخلاینې رهبرۍ شورا له ډېرو مشورو وروسته جوړه شوې او لومړۍ ناسته یې له دوه میاشتو خبرو اترو وروسته لومړی ځل ترسره کیږي.

ښاغلي غني زیاته کړې چې په دې غونډه کې به له طالبانو سره د سولې خبرو او د مذاکراتي ټیم ټاکلو کې به مهمې پریکړې وشي.

نوموړي د ننۍ ناستې له ګډونوالو غوښتي، د سولې مذاکراتي ټیم کې د هغه کسان نه ټاکي چې د ده په خبره د نظام او ولسواکۍ د بهیر په ضد خبرې کوي.

"طبعاً، په دغه ناسته کې د ټولو مشرانو خوښه ده چې په کوم ډول او په کومو معیارونو د مذاکراتي ټیم لپاره غړي ټاکي، خو هغه معیارات چې په تېرو میاشتو کې افغان ولس راسره په مشورو کې شریک کړي دي، هغه ته باید جدي توجه وشي. مثلا، د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو په ضد غږیږي، د نظام په ضد غږیږي او د ولسواکۍ پروسې په ضد غږیږي."

ښاغلي غني زیاته کړې چې چې مذاکراتي ټیم باید د افغانستان نویو واقعیتونو ته په کتو د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او نورو استازیتوب وکړای شي.

ولسمشر غني ویلي، د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې د افغان دولت تر چتر لاندې سیاسي مشران، حکومتي چارواکي، جهادي رهبران او د ټولنې نور استازي د افغانانو پاکو هیلو پوره کېدو لپاره یوځای په اتفاق په یوه لیکه کې راټول شوي او مهمې پریکړې کوي.

پخواني ولسمشر کرزي ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته ویلي، هر هغه دریځ چې ننۍ غونډه کې د سولې عالي شورا د دارالانشان مشر عمر دوادزی اعلان کړي، د ښاغلي کرزي ټیم ته د منلو دی.