عمران خان: افغانان یې مني او که نه، د ورورګلوۍ مشوره ورکوم

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان لومړي وزير عمران خان افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت رامنځته کېدو په تړاو خپلې پخوانۍ څرګندونې بیا تکرار کړې. نوموړي د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمه خيبر کې يوې غونډې ته د وينا پرمهال خپلې دغه تکرار شوې څرګندونې یو وړاندیز بللی

.

ښاغلی خان غونډې ته وویل:

''تېر ځل هم ما افغانستان ته له خپله اړخه یوه مشوره ورکړه چې هلته له ټاکنو مخکې یو موقت حکومت جوړ کړي، خو هلته خلک په غوسه شول، ماته یې ډېر بد رد وویل، د افغانستان خلکو! موږ تاسې خپل وروڼه ګڼو، زه خدای تعالی ته دعا کوم چې د افغانستان د خلکو سوله په برخه شي. ما ویلي و چې ۱۹۷۷ کال کې چې پاکستان کې ټاکنې شوې وې او مخالفو ګوندونو یې پایلې نه منلې، نو ګډوډي جوړه شوه او د هغې ګډوډۍ په نتېجه کې پوځ واک په لاس کې واخیست، نو ورور بل ورور ته د خپلې تجربې پر بنسټ وايي، که چېرې تاسې غواړئ له ټاکنو نه سوله تر لاسه کړئ، زموږ تجربه ښيي چې د یوه داسې لنډ مهاله حکومت تر مشرۍ لاندې ټاکنې وکړئ چې د حکومت مخالفین یې بې طرفه ګڼي او بیا یې پایلې ومني. ''

له دې مخکې ښاغلي خان د باجوړ په ښار سیمه کې یوې غونډې ته وینا کې نژدې کټ مټ څرګندونې کړې وې، چې افغان چارواکو د ښاغلي خان هغه خبرې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله او کابل کې یې د پاکستان سفارت له مستشاره د پاکستاني لومړي وزیر د څرګندونو په تړاو د سپیناوي غوښتنه کړې وه.

هغه مهال افغان چارواکو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر 'د نور بحث ' لپاره کابل ته غوښتی و.

د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد هم هغه مهال په یوه ټویټر پیغام کې وویل، د افغانستان سولې بهیر کې د پاکستان رول رغنده و، خو په وینا یې د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې رغنده نه وې.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو وروسته وویل، د افغانستان په تړاو د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې رسنیو ناسمې راخیستې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا د عمران خان مطلب د پاکستان په څېر ټاکنو لپاره افغانستان کې د لنډمهالي حکومت جوړېدو خبره کړې ده او دا خبرې باید د افغانستان کورنیو چارو کې د لاسوهنې په مانا ونه بلل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې دا هم ویل شوي وو چې دغه هېواد افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سیاسي پروسې پرته کومه بله ګټه نه لټوي.

ښاغلي خان نن په خیبر سیمه کې بیا هماغه خبره تکرار کړه چې د باجوړ په ښار کې یې کړې وه:

''که په افغانستان کې سوله راځي، نو د افغانستان او قبایلي سیمو په ګټه به وي، سوداګري به وي او په همدې خاطر زه د افغانستان حکومت ته د ورورګلوۍ مشوره ورکوم، که یې تاسې منئ او که نه، خو دا مداخله نه ده، بلکې تاسې ته یوه مشوره ده. ''

عمران خان وايي، څرګندونې یې کومه مداخله نه ده، بلکې د ورورګلوۍ مشوره ده، چې منل نه منل یې په افغانانو پورې تړاو لري.