غني: د افغانستان د اقتصادي استقلال کیلي د بزګرانو په لاس کې ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ کابل کې د کرنې دودولو پنځم ملي کانفرنس کې وویل، چې د کلیو پراختیا وزارت په چوکاټ کې سږ کال اول ځل ۳۰ میلیون ډالر د کوچیانو د ټولو خېلونو لپاره ځانګړي شوي او هر وزارت کې کوچیانو ته ځانګړې بودیجه منظوره شوې ده

.

افغان ولسمشر کابل کې د نژدې درې زره افغان بزګرو غونډې ته وینا کې کې وویل:

''د افغانستان د هر سفارت، دیپلومات او وزیر دنده بازار موندنه ده او تر څو چې بازار نه وي، په تولید کې توپیر نه راځي. ''

هغه دا هم وویل چې د افغانستان ټولنه درې برخې ده، ښاري، کلیوال او کوچیان:

"خو دریمه برخه خلکو هېره کړې، په تېره لوستي پاړکي". '

نوموړي د مالدارۍ په برخه کې د کوچیانو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل دې برخې ته د نه پاملرنې له امله افغانستان ته د غوښتې واردات زیات شوي دي:

"تېر کال مو ولیدل چې که کوچیانو پسې نه ګرځئ او نه ورشو پسې، د غوايي په وارداتو مو څومره پیسې ور کړې، که غواړئ د غوايي له وارداتو نه چې غوايي هم نه دي اوښان دي ځان وژغورئ نو کوچیانو سره مرسته وکړئ".

ولسمشر غني دا هم وویل، چې کوچیانو ته مالدارۍ کې اصلي لومړیتوب ور کوي:

"پنځه میلیونه جریبه نوې ځمکه خړوبېږي. کوچیانو ته د عصري مالدارۍ لومړیتوب ور کوو او دې برخه کې به اړوند چارواکي کار کوي".

نوموړي د کوچیانو د یوه استازي خبرو ته په اشارې وویل، چې د کوچیانو یوه سلمه ستونزه هم نه ده حل شوې:

"څه چې د کرنې برخه کې وشول باید د مالدارۍ برخه کې هم وشي. څه چې د جلغوزي او نورو مېوو سره وشي، باید د مالدارۍ او پسونو برخه کې هم وشي".

اشرف غني د تېرو پنځو کلونو وچکالۍ په یادولو سره وویل چې تر بل هرڅه یې مالداري ډېره اغېزمنه کړې، خو سږني ورښت ته یې هیله وښوده:

هغه د اوبو د مدیرت خبره بیا یاده کړه او دا یې هم وویل، چې که د ولس هوکړه وي د سړکو په ځای دې بندونه ډېر جوړ شي.