د سولې خبرې: خلیلزاد وايي، 'له لوړو ژورو سره مو پرمختګ وکړ'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې له دوو اونیو راهیسې روانې خبرې د کومې هوکړې له لاسلیکولو پرته پای ته ورسېدې. بېلابېلو سرچینو بي بي سي ته وویل، چې پر یو شمېر ټکیو پرمختګ شوی دی.

ویل کېږي دواړه لوري د ترهګرۍ پر تعریف او دا چې څوک ترهګر دی، سره سلا شوي دي. سرچینې وايي، د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش لا هم اختلاف پر ځای پاتې دی.

د خبرو د دې پړاو په پای کې کومه هوکړه نه ده لاسلیک شوې، خو ټاکل شوې چې امریکایان او طالبان به د روانې مارچ میاشتې وروستیو کې د خبرو بل پړاو پیلوي

.

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزرات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خبرو پنځم پړاو له پای ته رسېدو وروسته په یو شمېر ټویټر پیغامونو کې ویلي، د سولې لپاره حالت ښه شوی دی:

''دا څرګنده شوه چې ټول لوري د جګړې ختمول غواړي. له لوړو ژورو سره هم موږ پرمختګ وکړ. د سولې لپاره باید پر څلورو ټکو هوکړه وشي، چې له ترهګرۍ د مبارزې ډاډ، د پوځونو وتل، د افغانانو خپلمنځي خبرې او هر اړخیز اوربند دی. د جنورۍ خبرو کې موږ ''اصولاً پر دغو څلورو اصلونو موافقه وکړه '' او موږ اوس ''د لومړنیو دوو پر مسودې هوکړه کړې. ''

"کله چې د پوځونو وتلو مهالوېش او له ترهګرۍ سره د اغېزمنې مبارزې اقداماتو پر مسوده هوکړه وشي، بیا به طالبان او د حکومت په ګډون نور افغانان د یوه سیاسي جوړ جاړي او هر اړخیر اوربند لپاره خپل منځي خبرې پیل کړې. بل ګام به واشنګټن کې بحثونه وي او دغه راز به له نورو ملګرو سره سلا مشورې کېږي، موږ به ژر بیا سره ووینو او تر هغو چې پر ټولو مسایلو هوکړه نه وي شوې، وروستۍ هوکړه نه شته. ''

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه لنډ پیغام له لارې د افغان سولې بهیر ک ېد امریکا هڅې ستایلې چې وايي هیله لري دا به له طالبانو سره د اوږدمهاله د بشپړ اوربند لپاره لار هواره کړي.

ارګ وايي، هیله یې دا ده چې ژر طالبان له افغان دولت سره هم د سولې خبرې پیل کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې ویلي، خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او دا چې راتلونکي کې به له افغانستان څخه امریکایان او ملګري یې څه ډول ډاډه کېږي، پرمختګ شوی دی.

نوموړی وايي، دواړه لوري په شویو پرمختګونو لا زیات غورکوي، له خپلو مشرانو سره به یې شریکوي او راتلونکي غونډې ته چې د نوموړي په وینا وخت به يې وروسته د دواړو لوریو استازو په خوښه ټاکل کېږي، چمتوالی کوي.

تېر کال د افغان سولې خبرو لپاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته د خبرو بهیر چټک شو او لومړۍ لیدنه د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې دوحه کې وشوه.

لومړي سر کې د خبر لپاره د امریکايي استازو مشري ښاغلي خلیلزاد کوله او د طالبانو مرکچیانو مشر د طالبانو قطر دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي کوله.

وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت الله مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د طالبانو قطر دفتر مشر غوره شو.

د امریکايي پلاوي مشري افغان توکمه زلمی خلیلزاد کوله او د رپوټونو له مخې دې خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، د امریکا د نړیوالې همکارۍ ادارې او کابل کې د دغه هېواد د سفارت استازي هم شامل ول.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر هم تر یوې اوونۍ پورې په دې خبرو کې له ګډون کولو وروسته د چارشنبې پر ورځ (مارچ شپږمه) له دوحې ستون شو.

د طالبانو پلاوي کې شیر محمد عباس ستانکزی، مولوي ضیاالرحمان متفي، عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوي امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوي مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني، ملا نورالله نوري، مولوي محمد نبي عمري او ملا عبدالحق وثیق شامل وو.

د مارچ پر اوومه ځینو سرچینو وویل، چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالحنان عمري هم تازه په قطر کې د خبرو له بهیر سره یو ځای شوی و.

د خبرو له پیله په خبرو کې د پرمختګ خبره کېده، خو رسنیو ته ډېر جزیات نه ورکول کېدل. د بحثونو څرنګوالي په تړاو هم ضد او نقیض څرګندونې کېدې.

امریکايانو ویل، له ترهګرۍ سره مبارزه، په بین الافغاني خبرو ټینګار، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او د اوربند ټينګښت د دغو خبرو مهم موضوعات دي، خو بل لور ته همدا نن د پنځم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وویل، د اوس لپاره په قطر کې یوازې پر دوو موضوعاتو خبرې شوې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د افغانستان خاوره د چا په ضرر نه کارولو موضوعات دي.

د نوموړي په وینا له دې ور ها خوا د اوس لپاره پر نورو موضوعاتو چې په امریکایانو پورې اړه نه لري، خبرې نه دي شوې.