امریکا: 'پر خلیلزاد د حمد الله محب نیوکه پر بهرنیو چارو وزارت نیوکه ده'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په کابل کې د امریکا سفارت د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب یوه خبرپاڼه کې د افغان سولې لپاره د یاد وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نیوکه د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت نیوکه ګڼلې ده.

سفارت د یکشنبې په ورځ (مارچ ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، حمد الله محب د مارچ پر ۱۴مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ډیویډ هیل له خوا احضار شوی و، چې د امریکا د سولې او پخلاینې د تګلارې په اړه رسنیو سره ښاغلي محب ته منسوبې نیوکې رد کړي.

سرچینه وايي، ډیویډ هیل حمد الله محب ته یادونه وکړه "چې ځانګړی استازی خلیلزاد د بهرنیو چارو وزیر استازی دی او په زلمي خليلزاد بريدونه په بهرنيو چارو وزارت بريدونه ګنل کېږي او يوازې د دوو اړخيزو اړيکو او سولې بهير پر وړاندې خند جوړوي."

څو ورځې وړاندې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په تړاو یوه بېساري غبرګون کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پر امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد، سختې نیوکې کړې وې.

هغه له امریکايي خبریالانو سره یوه ناسته کې پر ښاغلي خلیلزاد تور پورې کړی، چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي.

ښاغلي محب ادعا کړې، چې په افغانستان کې داسې انګېرنه ده، چې ښايي ښاغلی خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی، چې مشري به یې پخپله کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي محب دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې د دواړو هېوادو اړیکو او د سولې بهیر ته زیان رسوونکې بللې دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وروستۍ څرگندونې د سولې روانو خبرو اترو سره د افغان حکومت بشپړه ناهيلي څرگندوي.

ښاغلي محب چې واشنگټن کې يو شمېر امريکايي خبريالانو سره خبرې کولې د سولې خبرو ته په اشاره وويل، د دغه بهير په تړاو هغه راز روڼتيا نشته چې بايد وي.

د ښاغلي محب په وينا په خبرو کې ښکېل امريکايي مرکچيان دوى ته ډېر لږ مالومات ورکوي.

د ښاغلي محب په وينا افغانستان او په افغان حکومت کې دغه راز يو ليد لورى ځکه رامنځته شوى چې د سولې د خبرو په تړاو کافي مالومات نشته.

زلمي خليلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره د خبرو له وروستي پړاو وروسته پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي و چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو د مهال وېش او د ترهگرۍ پر وړاندې داغېزمنې مبارزې په تړاو د يوې هوکړې مسوده وروستۍ شي بيا به طالبان او افغانان د افغان حکومت په گډون د سياسي جوړجاړي او هر اړخيز اوربند لپاره په خپلو کې سره خبرو اترو ته کيني.

ښاغلي محب زياته کړې چې دغه حالت امريکا سره د افغان حکومت اړيکي اغېزمنې کړي او گواکې دوى يې د ژغورلو هڅه کوي.

داسې هم ویل شوي و چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب احضار کړی و، خو د ملي امنیت شورا دفتر د ښاغلي محب احضارول رد کړي وو.