افغانستان کې د وارداتو پرتله صادارت ډېر شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د احصایې مرکزي ادارې مسوولین وايي، د کوکنارو د تولید په ګډون د هېواد ناخالص تولید کچه نژدې یوه میلیارد ډالره را ښکته شوې ده.

د دغې ادارې په کلني رپوټ کې راغلي چې دغه راز هېواد کې انسان سر کلنی عاید له ۷۱۹ ډالرو ۶۴۷ ډالرو ته را ټیټ شوی دی.

خو په راپور کې د غنمو د تولید کچه شپږ اعشاریه درې میلیونه ټنه ښوول شوې چې د محصول کچه یې د تېر کال پرتله ۱۶ سلنه ټیټه شيي او چارواکي یې لامل وچکالي بولي

.

د مرکزي احصایې ادارې په رپوټ کې د روغتیایي مرکزونو د شمېر کمېدو یادونه هم شوې ده.

بل لور ته د احصایې ملي ادارې رپوټ ښيي چې د افغانستان د وارداتو کچه ټیته شوې او د تېر کال پرتله د صادراتو کچه نژدې سل میلیونه یانې نژدې ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

د احسایې ملي ادارې مرستیال حسیب الله موحد وايي:

'' د ۱۳۹۶ کال اوږد کې زموږ صادارت ۷۷۵ میلیونه ډالره وو، چې صادارت مو له نیکه مرغه ډېر شوي دي او ۸۷۵ میلیونو ډالرو ته رسېدلي دي، داسې حال کې چې زموږ واردات له ۷ میلیارده او څلور سوه نهه دېرش ۳۹ میلیونو ډالرو اوو میلیاردو او څلور سوه اووه میلیاردو ډالرو ته ټیټ شوي دي، یانې د وارداتو کموالی او د صاداراتو ډېروالي ښيي چې سوداګریز کسر بېلانس کې یو غوروالی راغلی دی. ''

تېرکال افغانستان کې د کوکنارو تولید په ګډون د ناخالص تولید کچه ۲۱ اعشاریه ۴ میلیارده ډالره وه، حال دا چې سږ کال دغه شمېره ۲۰ اعشاریه ۵ میلیاردو ته، یانې یو میلیارد ډالره راښکته شوې ده.

د دغې ادارې مشر احمد جاوید رسولي وایي، له ستونزو سره هم حکومت وکولای شول، روان کال کې اقتصادي وضعیت په سم ډول اداره کړی دی.

د احصایې ملي ادارې مشر زیاتوي، د دوی د محاسبې له مخې انسان سر کلنی عاید نه دی کم شوی، ځکه د دوی په ویناد تېر کال پرتله روان کال کې د افغانستان د نفوس ډېرېدو کچه لوړه شوې ده.

بل لور ته د اقتصاد برخې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې انسان سر کلنی عاید باید د جمعیت پراختیا ته په کتو سره معلوم شي.

د احصایې ملي ادارې د رپوټ له مخې د غنمو د تولید کچه چې د افغانستان کې د خوړو لویه تامینوونکې سرچینه بلل کېږي، درې اعشاریه شپږ میلیونه ټنه وه چې پر دې بنسټ یې د تولید کچه د تېر کال پر تله ۱۶ سلنه راټیټه شوې ده.

د دغې کچې ټیټوالي لاملونه په هېواد کې وچکالي او کمه کرکېله بلل شوي دي.

خو د پنبې په تړاو شمېرې بیا ښيي چې مصولات یې د پروسږ کال شپږ دېرش زره ټنه پرتله سږکال له ۵۸ زره ټنو هم ډېر شوی دی.

په دغه کلني رپوټ کې راغلي چې، په هېواد اوسمهال کې ۲۴۰۸ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، خو په ۱۳۹۶ کال کې د دغو مرکزونو شمېر ۲۴۲۴ و، په دې معنا چې ټول هېواد کې ۱۶ کلینیکونه تړل شوي یا غیر فعال دي.

د دغو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هرو لسو زرو کسانو لپاره یوازې د روغتون یو بستر او درې ډاکټران شته، حال دا چې د نړیوالو معیارونو له مخې د هرو ۵۰۰ کسانو لپاره باید یو داکټر وي.

د احصایې ملي ادارې د افغانستان د وګړو ټولټال شمېر۳۱٫۶ میلیونه اعلان کړی، چې ۱۵٫۵ میلیونه یې ښځې دې. رپوټ ښيي چې

۷٫۵ سلنه افغانان په ښارونو او ۲۲٬۶ سلنه نور په کلیو او بانډو کې اوسېږي.