درې افغان مېرمنو د ملګرو ملتونو د سولې جایزې ګټلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په درشل کې درې افغان میرمنې توانیدلې چې د ملګرو ملتونو اړوند جایزې وګټي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یا UNDP لخوا د اسیا پاسیفیک هېوادو لپاره د (N-Peace Awards) جایزو لړۍ په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوه او هر کال پر لیکه رایه ورکونکو لخوا هغو نوماندانو ته رایه اچونه کیږي چې د سولې، ښځو حقونو او ټيکاو په برخه کې لاسته راوړنې ولري

.

مقدسه احمدزۍ، خجسته سمیعي او ماري اکرمي هغه درې د ښځو حقونو فعالې افغان میرمنې دي چې د اوو نورو کسانو سره یې په ټایلنډ کې د ۲۰۱۸ کال دغه جایزې ګټلې دي.

خجسته سمیعي افغان خبریاله په شمالي ولایت بلخ کې زیږیدلې او د خبریالۍ له لارې د ښځو حقونو او هغوی پیاوړتیا لپاره مبارزه کوي.

هغې بي بي سې ته وویل، د همدغو هڅو او مبارزې پایله یې وه چې دغه جایزه یې وګټله.

" نېکمرغه یم چې د سولې، دښځو حقونو او امنیت په برخه کې ماته دغه انعام راکول کیږي. دا سیالي د ۵۴ اسیايي هېوادونو ترمنځ ترسره شوه چې موږ درې افغان مېرمنو هم پکې جایزې ترلاسه کړې. یوازینۍ هیله مې دا ده چې افغان میرمنې له خپلو ټولو حقونو سره په یوه سوله ییزه ټولنه کې ژوند وکړي".

ددې جایزې بله ګټونکې ۲۵ کلنه مقدسه احمدزۍ ده چې د افغانستان په ختیخ ولایت ننګرهار کې زیږدلې.

نوموړې چې د ژورنالیزم او انګلیسي ژبې په برخه کې له کورنۍ پټې زده کړې کړي اوس د افغانستان د ځوانانو پارلمان غړې هم ده.

بلخوا په افغانستان کې د سولې او نجونو حقونو لپاره مبارزه کوي.

آغلې احمدزۍ د ښځو ۴۰۰ کسیزه شبکه هم سمبالوي چې ډيری غړې یې د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اوسي او په کلیوالو سیمو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د شته تاوتریخوالي پر وړاندې فعالیت کوي.

ددې جایزې دریمه ګټونکې ماري اکرمي ده.

نوموړې له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د افغان مېرمنو د وړتیا لوړولو بنسټ مشري کوي چې تر ډيره یې پام پر هغو مېرمنو دی چې له ګواښ او تاوتریخوالي اغېزمنې شوې دي.

هغې په ۲۰۰۷ کال کې د ښځو اړوند یو نړیواله جایزه هم اخیستې او په ۲۰۱۶ کال کې د بي بي سي د سلو اغیزناکو میرمنو په لیست کې هم شامله وه.

د ۲۰۱۸ کال د سولې ډېرې جایزې افغان مېرمنو ترلاسه کړي.

ورپسې دوه انعامونه یوې نیپالۍ ښځې او یو سړي ته ورکړل شوي دي.

یوه یوه جایزه پاکستانۍ، سریلانکا ، اندونیزیا او فلپینیو میرمنو ګټلې دي.