د افغانستان د سولې په تړاو د ازبکستان هلې ځلې او د هغو دلیلونه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د سولې په اړه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې دوام لري، خو د امریکا ترڅنگ، نورو هیوادونو هم دا کوښښونه پیل کړي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې اغیزناکه ونډه ولوبوي. له دغو هیوادونو څخه، یو یې هم د افغانستان شمالي گاونډی ازبکستان دی

.

د همدې هلو ځلو په لړ کې، د ازبکستان خارجه وزیر عبدالعزیز کاملوف قطر ته تللی او د قطري چارواکو نه علاوه یې د طالبانو له نایب مشر، ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي دي.

له دې سره جوخت، نن د دوشنبې/گل په ورځ، د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) سلاکار حمدالله محب هم په یو رسمي سفر تاشکند ته تللی چې هلته له ازبک چارواکو سره وگوري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان دپاره د هغه هیواد خاص استازي د یکشنبې/اتوار په ماښام د طالبانو د مشر له مرستیال، ملا عبدالغني برادر او همکارانو سره یې په دوحه کې ولیدل.

طالبانو همدا راز د ازبکستان د خارجه وزیر له قوله ویلي چې "موږ په افغانستان کې د سولې لپاره هر راز همکارۍ ته تیار یو." خو دا یې هم زیاته کړې چې ازبکستان د افغانستان په چارو کې د "هیڅ راز مداخلې" اراده نه لري.

مگر طالبانو تر اوسه دا نه دي ویلي چې ښاغلي کاملوف هغو ته څه وړاندیز درلود او آیا په کوم څه یې ورسره هوکړه کړې ده او که نه.

بل پلو د افغانستان حکومت ویلي چې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د ازبکستان سرښار، تاشکند ته تللی او هلته به "له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د سولې بهیر" خبرې وکړي.

څه موده مخکې چې د افغانستان له حکومت څخه بهر یو شمیر سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره وکتل، ویې ویل چې د دغه راز لیدنو کتنو لړۍ په جاري ساتي او ټاکل شوې چې د مارچ میاشت په آخره کې دغسې یوه بله ناسته په قطر کې وشي.

ازبکستان اوس په دې هڅه کې دی چې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د یوې مشترکې ناستې کوربه شي.

د ازبکستان پرله پسې هڅې

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د فرورۍ پر ٥مه نیټه د افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو خاص استازي تادامیچي یاماموتو سره په لیدنه کې پر دې ټینگار وکړ چې ازبکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کوربه توب ته آماده دی.

کاملوف زیاته کړه چې هیواد به یې د دغه راز خبرو دپاره هر ډول لازم شرایط برابر کړي.

مخکې تر دې هم تاشکند څو ځله هیله ښودلې چې غواړي د افغان سولې په بهیر کې مرستدویه واقع شي. ازبکستان په رسمي توگه د ٢٠١٨ کال په جون میاشت کې د افغانستان د حکومت استازي او طالبان دې ته راوبلل چې د افغانستان د سیاسي راتلونکې دپاره دې په تاشکند کې د سولې مذاکرات پیل کړي.

که څه هم طالبان تاشکند ته نه ولاړل، خو ازبک چارواکو خپلې هلې ځلې جاري وساتلې.

ازبکستان ولې افغان سولې ته لیوالتیا څرگندوي؟

ازبکستان، چې په مرکزي آسیا کې پروت دی او د پخواني شوروي اتحاد یوه برخه گڼل کیده، له افغانستان سره ١۴۴ کیلومټره گډه پوله لري. د شوروي اتحاد له ټوټه کیدو وروسته، ازبکستان تر ډېره حده د افغانستان په چارو کې بې طرفي ساتلې ده، خو د طالبانو سره یې په سر کې روابط لږ څه خراب و، او دلیل یې دا و چې طالبانو د "حرکت اسلامی ازبکستان" په نامه یوې تندروې ډلې ته ځای ورکړی و.

د همدې تندروه ډلو پر سر، د پاکستان او ازبکستان تعلقات هم اغیزمن شول او د نورو هیوادونو په شان، ازبکستان هم پر پاکستان انتقاد کاوه چې د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي.

د اسلام کریموف له مرگ وروسته چې شوکت میرضیایوف د ازبکستان صدر وټاکل شو، تاشکند په سیمه ییزه کچه د همکاریو په برخه کې فعالیتونه، خپله پالیسي وگرځوله.

د ٢٠١٨ کال په مئی میاشت کې چې د ازبکستان صدر، میرضیایوف واشنگټن ته ولاړ، هلته یې له امریکا سره پر دې هوکړه وکړه چې د افغانستان د سولې په برخه کې به مشترکه اقدامات کوي. تاشکند هم واشنگټن ته دا ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې په برخه کې به د منځگړي کردار ادا کوي.

د واشنگټن له نظره، ازبکستان له څو اړخه دې کار ته مناسب هیواد دی. په برتانیه کې کاناډایي څیړونکی، ساموئل راماني وایي چې ازبکستان له یو اړخه د شانگهای د همکاریو د سازمان غړی دی، یعنې له چین سره کلک تعلقات لري.

راماني، په ډیپلومات مجله کې یو مضمون لیکلی او هغه کې یې ویلي چې په تاریخي لحاظ، ازبکستان په منځنۍ آسیا کې د روس د اثررسوخ په اړه هم اندیښمن پاته شوی دی، مگر اوس چې میرضیایوف واک ته رسیدلی، نو له روس سره یې هم تعلقات ښه کړي او ښایي مسکو هم د تاشکند کوششونو ته په ښه نظر وگوري.

ساموئل راماني په دې هکله چې ولې ازبکستان د افغانستان سولې ته لیوالتیا لري، درې دلیلونه وړاندې کوي:

اول دا چې ازبکستان د افغانستان په جگړو کې د ځینو ډلو سره اړیکې لرلي، او نږدې شریک یې نایب صدر عبدالرشید دوستم پاته شوی دی.

دویم دا چې ازبکستان، د ډېرو نورو هیوادونو خلاف، له پاکستان سره د خپلو تعلقاتو انډول ساتلی دی، او د روابطو سره سره یې پر اسلام آباد دا انتقاد هم لرلی چې ولې په افغانستان کې د تندلارو ډلو ملاتړ کوي.

درېیم دا چې د نړۍ قدرتونه پر دې ټکي توافق لري چې د افغانستان د سیاسي کړکیچ د حل په اړه د سولې د گټورو مذاکراتو دپاره، تاشکند یو بې طرفه ځای دی.

یاده دې وي چې که ازبکستان له یو اړخه له روس سره ښه روابط پالي، بل پلو یې پنځه کاله امریکاییانو ته پوځي اډه هم په واک کې ورکړې وه چې له دې امله د امریکې نظر هم ورته نیک دی.