آیا پاکستان د هند پرضد ایف ۱۶ الوتکې کارولی شي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پاکستان کې د امریکا د سفارت یوه ویاند له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي امریکا په دې هکله څیړنه کوي چې آیا تېره اونۍ پاکستان د هندي الوتکې د نسکولو له پاره له امریکا نه اخیستې ایف ۱۶ ډوله الوتکې کارولې او کنه؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دې هکله له رپوټونو خبر دي او په اړه یې څیړنه کوي.

امریکايي چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي چې ایا امریکا د ایف ۱۶ الوتکې د کارولو د ادعا په هکله له پاکستان سره اړیکه ټنګه کړې کنه.

په دې هکله شوې هوکړه څنګه ده؟

آیا پاکستان یوازې کولای شي چې له ایف ۱۶ جنګي الوتکې د ترهګرۍ پرضد وکاروي او که کولای شي چې پر پاکستان د برید په صورت کې هم ترې کار واخلي؟

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په دې هکله چې ایا امریکا له دوی سره د ایف ۱۶ ډوله الوتکو د کارولو په اړه اړیکه ټینګه کړې کنه ناخبري ښوده.

تر دې وړاندې تېره اونۍ د پاکستان د پوځ له ویاند تورن جنرال آصف غفور نه هم په یوه خبري ناسته کې وپوښتل شول چې هندوستان ادعا کوي چې د پاکستان یوه ایف ۱۶ ډوله جنکي الوتکه یې نسکوره کړې ستاسو وینا څه ده وویل : ''د هندوستان له خوا د هوايي برید په ځواب کې هېڅ ایف ۱۶ ډوله الوتکه نه ده کارول شوې. ''

د روېترز خبري اژانس د رپوټ له مخې که پاکستان د هند پرضد له ایف ۱۶ ډوله الوتکې نه کار اخیستی وي نو دا له امریکا نه د جنکي وسیایلو د اخیستلو له هوکړې احتمالي سرغړونه کېدای شي او ښايي پر پاکستان د جنګي وسایلو پلورل محدود کړي.

د پاکستان د دفاع پخواني مرستیال وزیر متقاعد جنرال نعیم لودهي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: ''د امریکا او پاکستان ترمنځ داسې هېڅ دفاعي هوکړه نشته چې له مخې یې د جنکي وسایلو پر استعمال محدویتونه وي. ''

ښاغلی لودهي وايي: ''ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د پاکستان لومړنی دښمن هند دی، له دې سره سره چې هغوی پر موږ جنګي وسایل پلوري او بیا له موږ نه تمه لري چې چېرته یې استعمال کړو دا به زما له نظره سادګي وي، بله خبره دا ده چې پاکستان ته دا جنګي وسایل وړیا نه دي ورکړل شوي، زما له نظره په هېڅ دفاعي هوکړې کې داسې څه نشته چې جنګي وسایل به موږ یوازې د ترهګرۍ پرضد کارولی شو او بل ځای نه. ''

د یادونې ده چې پاکستان د ځان د دفاع له پاره د جنګي الوتکو په ګډون بېلا بېلې وسلې او نور جنګي وسایل له امریکا نه پېري.

د پاکستان حکومتي چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې بیان په اړه چې وايي په دې اړه څیړنه کوي چې ایا ایف ۱۶ ډوله جنګي الوتکې د هند پرضد کارول شوي کنه څه نه دي ویلي.